دافغانستان ملي ترانې بڼه اړول په کلکه غندو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2636
عبدالله احسان - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-04-23

دا وطن دی ځان زموږ    دا وطن ايمان زموږ

وايي په خاپـــــــوړو کي       داسي ماشومان زموږ

دا مـــــــــو د بابا وطـــــن       دا مــو د دادا وطـــــــــــن

په موږ باندي ډېر ګران دی      دا افغــانســـــــــــتان دی

 
 دټولو افغانانو څخه هيله کيږي چي خپل غبرګون دلته وليکي
 

په بېلابېلو ويبرسنيو کي مو ولوستل چي د پښتوژبي د نوميالي شاعر خدای بخښلي ملنګ جان هغه شعر چي د هيواد د وتلي سندرغاړي خدای بخښلي استاد اولمير په ږغ کي ويل شوی و .  د افغاني کلتور او ادب د څو غليمانو له خوا تر برېد لاندي راغلی دی .

 

داسلام اباد څخه خيبر ټلويزيوني چينل ((  AVT خيبر )) ادارې ځينو کارکوونکو  د افغانانو پر هغه سندره برېد کړی کومي ته چي د هيواد دننه او بهر مليونونه افغانان تېرو څو لسيزو راپه دې خوا د ملي سرود په سترګه ګوري ، دې کار  د هر لوستي او نالوستي افغان احساساتو ته يوه لويه ضربه ورکړې ده .

 

ځکه نژدې ټولو افغانانو ته ددې شعر بيتونه ، ددې موسيقۍ طرز او ډول ، او د استاد اولمېر  زړه راکښوونکی ږغ سملاسي هيواد ، مېنه ، جونګړه ، غيرت ، غرورو ، افغانيت ، پښتونولي ، او دې ته ورته ډېر نور يادونه تازه کوي .

 

د هيواد څخه پردېس افغانان چي کله د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي دا سندره اوري نو ورسره سم د خپل بابا د مېنې او جونګړې په ياد اوښکي تويوې .

 

خو په ډير ه خواشينۍ سره بايد ووايو چي يو داسي تلويزيوني چينل چي د نړۍ په ګوټ ګوټ کښي يې افغانان او په تېره بيا پښتانه د لومړي خبر داوريدلو سره خوښ شوي وه ، نن له يې د يوه داسي خبر لوستونکي او يوې داسي سندري اوريدونکي شوه چي د هغوی  د بابا د وطن سندره يې په سپينه ورځ ، او سپينو سترګو غلا کړې ده ، هغه سندره چي د پيل کېدو سره يې د رباب  د لومړيو ږغونو سره مليونونه افغانان اشنا دي . او ددې سندري په اوريدلو سره يې يو ځل بيا په زړه کي د يوه ګلالي افغانستان يوه ودان افغانستان اوهغه افغانستان چي  بابا يې په تورو ورګټلی ، او د پلرونو د سرونو په بيه ورته تر اوسه پاته شوی دی ،  د بيا سمسورتيا او ابادۍ د هيلو غوټۍ ټوکيږي .

 

دا سندره نن په يوه بله بڼه اوري . نن يې په يوه  داسي ډول اوري چي دارمانونو  پر دې ټولو سپېڅلو غوټيو يې داورونو لمبې شيندي . او يو ځل بيا يې د خپل ګاونډي تش په نامه  ورور هيواد هغه ټوله درغلۍ چي په تېرو دريو لسيزو کي يې ورسره کړي دي .  لکه د ليدلي خوب غوندي تر سترګو تېروي  .

د بېنوا ويبپاڼي  اداره   په پاکستان کي د ((  AVT خيبر )) له مسولينو په کلکه غوښتنه کوي چي نه يوازي دا سندره بيا خپره نه کړي ، بلکي دداسي يوې فرهنګي غلا چي په کوم شخص يا سيمه پوري تړاو نه لري بلکي په ټوله افغانستان او افغانانو پوري اړوند موضوع ده ، د خپلي دې تيروتني له کبله رسمي بخښنه وغواړي  او په راتلونکي کي يې د بيا تکرار مخه ونيسي .

 

په درناوي

د بېنوا ويبپاڼي اداره

٣ غويی ١٣٨٤ لمريز

 

د موضوع په اړه راپور لوستلو لپاره دغه ځای کښېکاږئ .

لاندی شعر د افغانستان په راډيو کي د استاد اولمير په ږغ کي ويل شوی دی .

د اوريدلو لپاره يې دلته کليک وکړئ .

 

  دا زموږ  زېبا وطن

 

دا زموږ  زېبا وطن   دا زموږ ليلا وطن

دا وطن مو ځان دی  دا افغانســـــتان دی

 

دا د ميني کور زمــــوږ

د اد پلرو ګور زمــــــوږ

نه ورکوو چــــــــــــــــا لره

دا د سترګو تور زموږ

 

نه دی د بل چــــــــــاوطن

 دا دی د شيرشـــا وطن

کور د خوشال خان دی دا افغانستــــان دی

 

دا وطن دی ځان زمـوږ

دا وطن ايمان زمــــــوږ

وايي په خاپــــــوړو کي

داسي ماشومان زموږ

 

دا مــــــــــــــــو د بابا وطن

 دا مو د دادا وطــــــــــــن

په موږ باندي ډېر ګران  دی دا افغانستان دی

 

ځار يې له سنــــــدونو شم

ځار يې له ډاګــــــــونو شم

ځار يې له خــــــــــوړنو شم

ځار يې له دې غرونو شم

 

دا زموږ اشنــــــــا وطن

درد له مو شــــــفا وطن

زړګی مي په پرې روښان دی دا افغانستان دی

 

دا وطن زيارت زموږ

دا وطن نعمت زموږ

داوطن په دې دنيـــــــا

دئ لکه جنـــــت زموږ

 

دا وطن صــــفا وطن

زړه د اېشيــــــا وطن

ژوندون د ملنګ جان دی دا افغــــانستان دی

 په دې اړه خپلي تبصرې او نيوکي دلته وليکی او د نورو وګوری