تیره ورځ خپلسرو او زور واکو امریکایي ځواکونو د هیواد په سهیل ختیځ خوست ولایت کي د کلید ګروپ خبریال او تکړه فرهنګپال نوراجان بهیر له دوو وروڼو سره له کوره وایست او بندي یي کړ، د نوراجان بهیر نیول کیدل پداسي حال کي تر سره کیږي چي راتلونکي اونۍ د ځوانۍ مرګ شهید روحاني تلین پوره کیږی او دا یوځل بیا خ کو ته ورپه یاد کوي چي په افغانستان کي یواځي زورواکي چليږي او دلته د بیان ازادي او نوري خبري هسي افوهات او تبلیغات دي
پداسی حال کی چی تر اوسه د شهید روحاني د شهادت موضوع لانده سپينه سوې او تر اوسه يي قاتل ندی موندل سوي نو ایا بیا هم وایو چي د بیان ازادي سته ؟ ایا رښتیا هم موږ خپلواک یو او ایا رښتیا هم زموږ پرخوله مهر ندی لګول سوی
اصلي خبره داده چي د بیان ازادي ، دیموکراسي او نوري خبري هسي د خپل مقصد د په لاس راوړلو لپاره کیږي او نور هیڅ مفهوم او مانا نلري او نه هم کوم ځای نیسي.
خپلي خبري نه اوږدو ځکه هسي نه بیا اشغالګر یا د افغان زورواکي په قهر سي او خداي مکړه زموږ هم د شهید روح انی یا هم بهیر په برخلیک اخته سو، یواځي دا وایو چي الله دي د روحاني قاتلینو ته پخپله سزا ورکړي او د ګران بهیر لپاره هم د اوږده او سوکاله ژوند هیله کوو او په غم يي ځان غمجن ګڼو.د بهیر، محمدیار، جواد یازمی او ... سره ترسره سوي اعمال په کلکه غندو.
&n bsp;   ; په مینه
&n bsp; د زابل د ځوانانو او ژو نالستانو د اتحاديي مشر
&n bsp;   ; بشیر احمد فیضان