په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2649
افغاني کلتوري ټولنه - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-04-26

 

په هالنډ کي د افغاني کلتوري ټولني غبرګون

 

 

دخيبر دره د افغان ځلاند تاريخ د سرښندنو او کارنامو يوه داسي پاڼه جوړوي چي د افغانستان د خپلواکۍ او د افغان د ازاد ژوندانه کيسې بيانوي .

 

د ((  AVT خيبر ))  تلويزيوني چينل چي پښتنو يې د خپرونو د پيل تود هرکلی وکړ او داسي يې انګېرله چي نوموړی تلويزيون به د افغان تاريخي برم او د افغانانو هويت لا پسي وځلوي ، پښتو ژبه به شتمنه کړي او د ټولو پښتنو تاريخي ارزښتونه به نه يوازي دا چي خوندي کړي بلکي وبه يې پالي .

خو په ډيري خواشينۍ سره خبر شوو چي د افغانستان يوه ملي سندره يې يچ د استاد اولمير  په خواږه ږغ کي خپره شوې او د افغان ماشومانو ته د  دادا  او بابا د خاوري بيان او د خواږه افغانستان داسي درس ورکوي چي پېړۍ پېړۍ به له يوه نسل نه و بل ته پاته کيږي ، د يوه بل هنرمند په خوله بې خونده کړې ، پيکه کړې ، او د افغانستان د نامه پر ځاې پکښې د پاکستان نوم راغلی دی خپره کړې ده .

 

موږ د ((  AVT خيبر )) دا عمل يوه غټه تېروتنه او اشتبا ګڼو او باور لرو چي ((  AVT خيبر )) به په دا ډول کړنو خپل پښتانه ليدونکي او په ځانګړې توګه افغانان له ځانه پردي کړي او خپل اعتبار به له لاسه ورکړي .

 

په هالنډ کي افغاني کلتوري ټولنه په داسي حال کي چي  د ((  AVT خيبر )) د چارواکو د هنري او کلتوري خدمتونو درناوی کوي او د پښتو ژبي د پرمختګ په لاره کښي ددوی د خدمت ستاينه کوي ، ددغي سندري د اړول شوې بڼي خپرول ناسم ګڼي  او هيله لري چي ((  AVT خيبر )) په راتلونکي کي  په دې ته ورته کړنو لاس پوري نه کړي  ، ددغي اړول شوي سندري د خپرېدو مخه ونيسي  او د لر او بر ټول افغان ولس د درنښت له پاره د ملي شاعر ملنګ جان شعر د استاد اولمير په ږغ کي ( هغه چي اوس د افغانانو په يوه ملي ترانه اوښتې ) خپره کړي .

 

افغاني کلتوري ټولنه – هالنډ

٥ غويی ١٣٨٤ لمريز