وربل د ورانکارو له منګولو وژغورل شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2650
نظيفه غزل
دخبریدو نیټه : 0000-00-00

 

وربل د ولسپالو افغان ځوانانو انټرنټ پاڼه ده، چي د٢٠٠٤ زيږديز کال  د اګست له لومړۍ نيټې راهيسي  د نړيوال جال (انټرنت) په ډګر کي په دوو ژبو (پښتو او انګليسي) په پرله پسې توګه ازادي او ناپېيلي  خپروني کوي.

دا پاڼه تر ډيره د ښځو او ښځينه ادبياتو او په ټولنه کي د ښځو د ستونزو  ږغ  دى، چي د نړۍ په هر ګوټ کي د افغانانواو نړيوالو تر غوږونو رسيږي . ددې تر څنګ وربل د ولسپالو افغان ځوانانو  ليکني، پيغامونه، اعلامېې خپروي، دغه راز د افغاني کلتور او ادبياتو په وړاندي د هر ډول کلتوري يرغل  پرضد ليكنې خپروي . په دې برخه كې له هېچا سره معامله او مصلحت نه كوي.

ولسپال افغان ځوانان چي له ٢٠٠٢ زيږديز کال  راهيسي په افغانستان کي د پرديو هېوادونو د کلتوري  يرغلونو پر ضد په پرله پسې ډول  مبارزه کوي،  د جوړښت له مخي په هيواد او بهر کي هغه ښځينه او نارينه  افغان ځوانان،  ليکوال، ژورناليستان  او د ملي احساس څښتنان  دي،  چي د يوه ملي او کلتوري غورځنګ په څير په ټينګه د خپل  افغاني هويت ، افغاني کلتور او ادبياتو، ملي وياړونو، ملي ژبي،  ملي ټرمنالوژۍ، ملي او تاريخي  شتمنيو  دفاع کوي او له هر ډول پردي کلتوري يرغل او ملي خيانت څخه  پرده پورته کوي  او په وړاندي يې په خورا زړورتيا دريږي.

په دې وروستو کي  وربل د ولسپالو افغان ځوانانو  يو شمير  ليکني په پرله پسې ډول خپرې کړي، چي په هغو  کي د افغانستان ملي ټرمنالوژۍ  ته د ګواښ او  پر افغانستان د ايراني  کلتور او ټرمنالوژۍ د ورتپلو موضوع راسپړلې، دغه راز يې يو شمير ملي ضد څېرې بربنډي كړي،  چي له مخي يې وربل ويبپاڼه د افغاني کلتور، ژبي، هويت او ملت  ضد دښمنانو په سترګو کي اغزی ګرځيدلې وه،  چي بالاخره وربل ويبپاڼه  د همدغو ملي ضد ستميانو له لوري  دروان کال د  اپرېل مياشتې پر ٢٢ مه نېټه د کابل پر وخت  د سهارپر څلورو بجو او ١٩ دقيقو د انټرنيت  له مخي په ډېره بېرحمۍ سره  ړنګه  كړاى شوه او ټول هغه مواد چي په دې پاڼه کي ځای پرځای شوي وو-  له منځه يوړل شول.

د وربل د ړنګيدو پر وخت د وربل سرور (د خدمت وړاندې كوونكي) چي له خپل ځان سره د کمپيوټر وروستۍ شمېرې (ای پي) ثبت کړي، چې په دې ډول دي 195.229.241.187 دا شمېره چي وروستۍ شمېره ده هغه ورځ د کابل پر وخت د سهار پر څلورو بجو او دوو دقيقو وربل ويبپاڼي ته دننه شوې وه . چي د دې تر مخه په هغه ورځ  د کابل پر وخت  د سهار پر درو بجو او ٣٨ دقيقو  84.217.60.166 باندي  دغه شمېره د پاڼي په سرور کي  ثبت ده. نوموړي دواړي دننه شوې شمېرې د نړيوال نيټورک شرکت  له خوا تر څارني لاندي دي.

د ورانکارو هغه ارمان هم پوره نه شو، چې غوښتل يې د اوربل ويبپاڼي نوم او نوښان ړنګ شي او بيا يې څوك له ليكنو ګټه وانخلي.

ټولو پر وطن او کلتور مينو افغانانو او د وربل د پاڼي مينه والو ته زيری ورکوو چي د پښتني پېغلو وربل او د ولسپالو افغان ځوانانو ا نټرنټي مرکز د ورانکارو له منګولوڅخه  وژغورل شو او يو ځل بيا يې د پخوا په شان د ملي ضد عناصرو  زړونه ولړزول، خو د خپلو مينه والو زړونه يې خوشحاله کړل.

 

ژوندي او ګړندي دي وي ولسپال افغان ځوانان

 

نظيفه غزل

د وربل پاڼي مسووله

پنځلسم سړک ، وزير اکبر خان مېنه

کابل- افغانستان