ددوستۍفرهنگې ټولني د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2656

دخبریدو نیټه : 2005-04-27

٧غويی ١٣٨٤

دلوي استاد ارواښا د پلارصاحب دمړيني په مناسبت په سويډن کې ددوستۍفرهنگې ټولني دغم شريکۍ او خواخوږۍ  پيغام     !

 

په زياته خواشنۍ سره  مو خبر تر لاسه کړ چې دافغانستان مشهورې  او پياوړې سياسې او فرهنگې څيرې        جان محممد ((پلار)) له دغي فاني دنیانه د ابد لپاره جامي کت کړې .

انالله وانااليه راجعون

جان محمد پلار دپښتو ژبې دتياتر او ډرام  پلار و . جان محمدپلار نه يوازي په لوي قندهار کښې بلکي په ټول هيواد کې دهيواد ديو سپيڅلۍ فرهنگي  سیاسي شخصيت په څير پيژندل شوې څيره  وه،  چي دخپل ژوند په ټوله دوره کښي يې يوازنۍ ارزو او غوښتنه د افغان ولس ښيرازي او په گران هيواد افغانستان کښې ددموکراسۍ او اجتماعي عدالت پلي کول وه .

پلار صاحب هغه ستر شخصيت ؤ چي هميشه يې تلاښ کاوه تر څو نورشاه زلمي هيواد ته  د فرهنگي او وطنې چوپړ په روحيه ورزي ، ښه مثال او بيلگه يي  دپښتو ژبي  دراډيو، تلويزيون ، دتياتر او سينما  پيژندل شوي څيره ارواښاد استاد ف فضلي ؤ چي څو ورځي مخکي دا افغانې فرهنگ له جونگړي نه دهغه  کوچ زموږ لپاره د بيلتوندردونکې لهظه وه .

پلارصاحب  هغه څوک دۍ چي   دسپينو او رښتنيو دريځونو له مخي  يې دپښتو ژبي او افغاني کلتور دفرهنگي غنااو ريالستيکو ادبياتو پر بنياد دهيواد دټولنيز  ژوند دريښتني انعکاس په بر خه کې تر ډيرو زيات زيار ايستلۍ او پدي لار کښي دزياتو زحمتونو او کړاونو په گاللو سره دښه نوم خاوند ؤ .

 دتل لپاره دپلار صاحب  رخصت اخيستنه   په افغاني فرهنگې او ادبې نړۍ  کښي تر ډير حده داسي يوه تشه ده چي ډکول به يې موږ ټولو لپاره ډير  گران وې  .

 د پلار صاحب له تخلص نه معلوميده چي پلار په خپله ريښته او وطن پالنه کې پلار ؤ  .

پلارصاحب نه يوازي دادبياتو ،تياتر او تمثيل په برخه کې پيژندل شوې څيره وه بلکي په لوي قندهار او ټول هيواد کي ددموکراسۍ او اجتماعي عدالت دراوستلو له لمړنيو علمبردارانو او مينه والوهغه څيره وه چي پدي لارکې يي  هر ډول قربانۍ  او ستونزي ليدلې دې .

رښتيادا ده چي دپلار صاحب ابدي رخصت اخيستنه به موږ له زياتو فرهنگي اوادبي ستونزو سره مخامخ کړې .

په سويډن کي ددوستۍ فرهنگې ټولنه پداسي حال کې  چي دپلار صاحب مړينه دهيواددفرهنگي او سياسي ژوندلپاره  لويه او جبيره نه کوونکې دلاسه ورکونه او غميزه بولې ،  ځانونه د ستر فرهنگي شخصيت ارواښاد پلار صاحب دمړينې په غم کې شريک گڼې  ، دمرحوم دکورنۍ ټولو غړو او مينه والو ته دلوي خداي له دربار نه د  صبر  غوښتنه کوي .

دلوي استاد پلار صاحب روح دي ښاد وي . 

وطن ته دچوپړ هغه شمعه چي د پلار صاحب دژونددلوړو ارزښتونوپه قيمت د هغه د ژوند  تر وروستيو شيبو روښانه ساتل شوې وه دتل لپاره روښانه وې  .

 

په سويډن کې ددوستۍ فرهنگې ټولنې دمشرتابه په استازيتوب

حبيب الله غمخور