دخپلواکۍد فرهنګي مرکزد خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2674
محمد یوسف هېواددوست
دخبریدو نیټه : 2005-04-27

دافغانستان د تیاتر د یو منلي  استاد جان محمد پلارد مړینې له امله په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) د فرهنګی مرکز د خواخوږۍ پیغام

په خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان د تیاتر او درام یو تن پخوانی ،مجرب ،او منلی استاد جان محمد پلار له دې فاني نړۍ حخه د تل لپاره سترګې تړلی او په حق رسېدلی دی (لوی خدای دې ښه جنوتونه ور په برخه کړي ).

استاد جان محمد پلار خپل دغه هنر ذوق او له ډرام سره کارکول  د کندهار په هنر پروره سیمه کې ،هغه وخت چې لا دی تنکی ځلمی وو راپیل کړ او کلونه – کلونه یې په دغه لاره کې نه ستړي کېدونکی هاند ترسره کړ.استاد ( پلار )په کندهار کې د پښتو تیاتر له معاصرو بنسټ ایښودونکو څخه ګڼل کیږي . هغه یو زیات شمېر شاګردان وروزل او د هېواد په ځوان نسل کې یې له تیاتر او ډرام سره مینه وکرله ، ویې روزله او ثمر ته یې ورسوله.د استاد ( پلار ) تر ټولو غوره شاګرد د افغانستان نومیالی او تلپاتې شخصیت ارواښاد استاد ف . فضلی  هم دی .له استاد ( پلار ) سره هغه وخت ما وپېژندل چې دی له کندهار څخه کابل راډیو ته راغی ، دا د سردار محمد داودخان د واک وروستی کال و.له دې مخګې ما او شمېر نورو څه دپاسه لس کاله د پښتو ډرام او داستان په اداره کې د استاد فضلی او استاد منان ملګري شاګردي وکړه ،خو د دوي په راتګ سره  زموږ روزنیز کار لا پسې پیاوړی شواو د نورو مشرانو تر څنګ په هماغه دفتر کې مو د استاد ( پلار ) نږدې ۱۵ کاله شاګردي وکړه.هغه یو مهربانه ،زړه سوانده او په کار پوه مشر و، له هغه وروسته استاد ( پلار ) د کندهار څخه یو شمېر نور ممثلین او د ډرام لوبغاړي کابل ته راوغوښتل  چې تر ټولو سپین ږیری  یې ارواښاد عبدالرزاق ( پښتون ) نومیده. د دوي په راتګ سره د افغانستان د راډیو – تلویزیون د ډرام او داستان چارې لا پسې پیاوړې شوې  او د خوان نسل روزنه لا پسې ګړندۍ شوه،زما د دې خبرې شاهدان زموږ هغه همکاران دی چې همدا دیرش کاله یې له دغو استادانو څخه په همدغه دفتر کې زده کړه وکړه او نن د نړۍ په بېلا بېلو هېوادو کې د مساپرۍ ژوند تېروي .زما د ژوند ډېره برخه د افغانستان د راډیو – تلویزیون د پښتو ډرام او داستان او هنر او ادبیاتو په اداره کې له همدغو استادانو او همکارانو سره تېره شوه او ډېره خوندوره او نه هېرېدونکې دوره وه ،چې دا دی یو په بل پشې د دغو استادانو د مړینې خبرونه مو زړه راخوړینوي  او د زړه په جونګړه مو د غم  ټغر هواروي دوي دې الله پاک وبښي او پر موږ ده چې د دوی نیمګړي ارمانونه پوره کړو .پوره باور دی چې درانه څېړونکي او لیکوال به د استاد ( پلار )  آثار راټول او د هغه د ژوندتیاره ګوټونه به لا پسې روښانه کړي.                                                               

موږ په دې توګه د استاد ( پلار ) کورنۍ ،دوستانو، شاګردانو ،همکارانو  او د افغانستان د تیاتر او سینما لارویانو ته د زړه له کومې د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوو .

په ډېر درنښت

محمد یوسف هېواددوست

27 / 4 / 2005