د احمدشاباباد علمي او ادبي ټولني د خواشينۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2683
ننګيالی بڅرکی - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-04-30

١٣٨٤ د غويي لسمه  

په خواشينۍ سره مو خبرولوست چي خدای بخښلی جان محمد پلار په حق ورسيد.

( روح دې  ښاد وي )

 

دپلارجان محمد خان مړينه نه يوازي دهغه دکورنۍ دپاره يوه دردونکې پيښه ده ، بلکي دا د افغانستان په هنري تاريخ کي هم يوه ډيره خوږونکي پېښه ګڼل کيږي ، پلار جان محمدخان چي دافغانستان دتياتراولومړنيوډرامو په تمثيل اوسناريوليکونوکي دپلار،مشر اوخښته ايښونکي ارزښت لري دخپل عمريوه لويه برخه يې په همدې برخه کي دهيوادوالودخدمت دپاره تيره کړيده ، پلار جان محمدخان نه يوازي يو ښه هنرمند و ؛ بلکي هغه په افغانستان کي دښوني اوروزني دلومړنيواستادانودکتاريوعالم اوپوه ، باتجربه لوړاستاد تيرسوی دی .

پلار جان محمدخان هغه وخت چي په کندهارکي نوې ښونه اوروزنه پيل سوه پلار دښونکي په توګه دنده ترسره کول چي په تقريبي توګه (٧٠) کاله مخکي په خپله لومړنۍ ځواني کي خپله دنده دښونکي په توګه راپيل کړه او د  ١٣٥١ لمريز کال په پای کي په لومړۍ رتبه سره تقاعدکړل سو .

پلار جان محمدخان چي مائې له شهرت اوخدمت ګاري څخه ډيراوريدلي وه ، نوليدلوته يې ليوال وم ، ماپلار په تصادفي ډول دکندهارپه نوي ښار دجشن په سيمه کي دلومړي ځل دپاره وليداوخبري مې ورسره وکړې ، هغۀ ډېرمشهوره اومهم شخصيت و . مادهغه په ليدو اوخبرو سره ځان  ډيرغټ احساساوه ، خوهغه زماسره داسې خبري کولې ، چي ماته يې نورهم دخبرو جرئت راکړ ، زماډيرښه پياددي چي ماهغه ته په خبرو کي وويل : چې استاده!  تاسو دخپل خدمت موده په عزت سره پای ته ورسوله  ... هغه په خندااودميني په احساس سره زمالاس کښيکښوداووې ويل: چي زويه ! خدمت يوازي دسرکارپه کارکي نه دی ؛بلکي خدمت خلکوته دخلکوپه منځ کي کيدای سي ، زه داستادپه دې خبره ونه پوهيدم نومي بيا ځيني وپوښتل چي داڅنګه ؟ هغه بيا راته په موسکا سره وويل : زه به خپلي تجريبې دخلکوسره شريکي کړم ، وخلکوته به ترهغه وخته خدمت وکړم ترڅوچي ژوندی يم . ماته خوڅرګنده وه چي استاد يو ډيرښه ليکوال او ډرامه ليکونکی ، هنرمند دی . نومي بيا وپوښتل چې ته څه ډول خدمت کولای سې ؛ هغه هم دغه خبره راته وکړه ... چې زه ژوندی يم ، دجامعې واقيعتونه به هير نه کړم اودتياتراوتمثيل دلاري به خپلوخلکوته خدمت وکړم . دګران استاد هغه خبره اوس ماته راپه ياديږي ، چې هغه تقريبآ ٣٠کاله مخکي يې کړې وه .

هو! استادرشتيا ويل هغه خپل ټول عمر دخلکوپه خدمت کې تير کړ ، هغه دخلکواوهيوادسره بی پايانه مينه لرل ، هغه دخپل خدمت په وجه دډيروزړونه رانيولي وه ، هغه په واقيعت کي خدمت کړي دی ، هغه ډيرشاګردان داسي وروزل چي بيا په خپل وارسره دااستازي درجوته ورسيدل ، استادخپله کورنۍ هم باسواده اوتعليم يافته وروزل اوپه کورنۍ کي ښځي اونرټوله داستاد له برکته دلوړوزده کړوخاوندان دي .

زما په فکر استاد  ٩٥ کاله ژوندتيرکړي دی چي ډيره برخه يې دهيواد په خدمت کې تيره سوېده .

داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه دافغانستان دچارواکوڅخه غواړي او وړانديز کوي ؛ چي کابل ننداره اويا بل کوم دغسي ځای دي داستاد په نوم ونومول سي ، څوخلک هم داستاد دپاره يوداسي خدمت وکړي چې داستادروح په هغه خوشحاله اوارام سي.

په پای کي داحمدشاه بابا علمي – ادبي ټولنه داستاد جان محمد پلار وروح ته دعاکوي اودهغه کورنۍ او دهنرمينه والوته دزړه صبرغواړي او خپل ځان په دې غم کې شريک بولي

 

دټولنې په استازيتوب

ننګيالی - بڅرکی