دمعلوماتوکڅوړه 3 (علامه سید جمال الدین افغان)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 26972
عبدالغفارجُبیر
دخبریدو نیټه : 2009-06-22

س: علامه افغانی څوک اوچیری زېږیدلی دی؟
ځ: علامه افغانی دکنړدسیندپرغاړه په اسعدابادکی دسیدانوپه یوه پرتمینه کورنۍ کې په (1848 میلادی ) کال کی ودې دنیاته سترګې راپراېنستې۔
س: دایرانیانوپه اند ایادی روښتیاایرانی اوشیعه وه؟
ځ: نه هیڅکه نه! ده پخپ ه وايی: زه افغانی یم اوسنی یم۔ـ
س: علامه افغانی زده کړه چیری اوپه کوم ځای کی وکړه؟
ځ: دی چی کله د (8) ک ونوشودده پلارسیدصفدر امیرعبدالرحمن مجبورکړچی وکابل ته راسی ددوی ټوله کورنۍ وکابل ته دلسوکلونولپاره و اړل چی علامه تر(18) کلنې پوری مروجه ټول علوم زده کړل، اونوری زده کړې ئې په بخارا، پېښوراوهندوستان هم کړی دی۔
س: علامه افغانی دڅوکالوووچی داسلامی امت دیووالی ، ازادۍ، یواسلامی نظام اوسیاست کی ونډه واخیستل؟
ځ: ع امه دشلوکالووو
س: علامه په څوژبوخبرې کولای شوی؟
ځ: علامه په اتوژبوخبرې کولای شوای، لکه اردو، عربی، انګلیسی، روسی، فرانسوی، ترکې، فارسی اوداسی نور۔۔۔
س: علامه افغانی لومړی سفرچیرته وکی؟
ځ: علامه افغانی ومړی سفروهندوستان ته په (1856) وکی چی هلته ئې یوکال اوڅومیاشتې تېری کړی
س: علامه افغانی دوهم سفرچیری وکړ؟
ځ: علامه افغانی دوهم سفرپه (1857) کالی کی دحج لپاره ومکې معظمې ته وسو اوهلته ئې یوکال تیرکړ۔
س:علامه افغانی څه وخت وافغانستان ته راغی؟
ځ: علامه افغاي په (1861) کال کی وافغانستان ته راغی اوامیردست محمدخان په جلال اباد کی خپل سالارکاروټاکه۔
س: علامه افغانی وهندوستان ته څوواره اودڅه شی لپاره ولاړی؟
ځ: علامه افغانی وهندوستان ته پنځه ځلی تللی دی چی په ترڅ کي ئې هندوستانیان راویښ اودانګرېزانوڅخه ئې دازادۍ روحیه پکښې اپیدکړه اودازادې داحساس تخم ئې پکښې وشیندی
س: په مصرکي ئې څومره وخت تېراوڅه ئې وکړل؟
ځ: په مصرکي ئې پوره اووه کاله تېرکړل اوهلته ئې لومړی دازهردپوهنتون واستاذانوته درس ورکاوه،چی محمدعبده چی دازهردپوهنتون لوی مفتی وه دده دشاګردانوڅخه شو، اوهلته ئې هم مصریان راویښ، اسلامی تحریکونه جوړ اودیومتحداسلامی امت دجوړیدوکوښښونه وکړل۔
س: علامه افغانی په استانبول کی څومره وخت تېراوڅه ئې وکړل؟
ځ: علامه افغانی په لوم ړی ځل دوه کاله اوبیائې دژوند وروستی پنځه کاله په ترکیه کی تېرکړل، لومړی ئې په پوهنتون کی درس ورکاوه اوبیائې داسلامی یووالی زړې اوداشغالګروڅخه دازادۍ زړی وشیندی۔
س: علامه افغان په مصرکي کومه ټولنه جوړه اوڅه ئې وکړل؟
ځ: علامه افغانی د حیاة الوطنی په نامه ټولنه جوړه کړل خلک ئې وروزل ډېرومصریانوپکښې ګډون وکړچی په نتیجه کی (15000) شرابیانواوزناکارانوتوبه وکښله، (40) دیهودواونصاراوسره مناظرې وشوی او(125) یهودواونصاراوپه ږوخت کی په اسلام مشرفه شول په زیات شمېرمصریان ددفتروڅخه ووتل اوکارئې پېښود۔
س: علامه افغانی وکوم وهیوادوته سفرکړی دی؟
ځ: ترکیه، شام، مصر، تونس، الجزائر، مراکش، ایران هندوستان، فرانسه، انګلستان، وسیه، سعودی عربستان اونور۔۔
س: علامه افغانی کومی ورځپاڼې خپرولې اوپه څوژبوباندی؟
ځ: الاهرام، مصر، ا تجاره، مصرالفتاة، محروسه، مراة الشرق، ابونظاره، عروة الاثقی، النحل، البصیر،اوضیاءالخافقین داورځپاڼې په عربی، انګلیسی اوفرانسوی ژبوباندی خپرېدلې۔
س: په هندوستان کي ئې دانګریزانوڅخه دڅه شی غوښتنه وکړل؟
ځ: داردوژبې دپوهنتون، اوداردوژبې دملی کیدوغوښتنه ئې ورڅخه وکړه
س: څوکاله په پاریس کي تېرکړل؟
ځ: په پاریس کی ئې درې کاله تېرکړل چی دعروة الوثقی ټولنه اومجله ئې چلوله۔
س: علامه افغان په دې مجلواوورځپاڼوکې څه خپرو ؟
ځ: داسلامی ټولنی اوسمهال اوتېرمهال اودرمل، دمسلمانانودبرمه لوېدل، مړاوېتوب اودهغوی دلائل، وطنپالنه اواسلام، اسلامی یووالی، دورورولۍ پېغام، ایران، افغانستان، دخدای فرمان، دایمان فرایض، دحقدارانوبې خبرې اودنامسلمانانوهلې ځلی، قضااوقدر، بې زړه توب ډار، تعصب، وهم نصرانیت اواسلام، دپاچهۍ ستنې، دحکومت خوندی ساتل، پت، هیله، دهندوستان نیچریان، خپل اوپردی، دښه نوم هیله اوداسی نور۔۔۔
س: دایران ناصرالدین پاچا دعلامه سره څه وکړل؟
ځ: علامه افغانی ډېرناروغه وواودشاه عبدالعظیم په زیارت کی تم ووچی ناصرین هغه راویستی په واوره کي ئۍ ترخپله ځایه پوری کش کړ اوپه ډېربې رحمۍ سره ئې چی څه په وس کی وه هغه بې عزتې ورسره وکړه۔
س: دای ان ناصرالدین پاچاچاوواژه؟
ځ: ناصرالدین دپنځه کلونوظلم اوحکومت نه وروسته دعلامه افغانی یوشاګرد میرزا ضاخان کرمانی دشاه عبدالعظیم دزیارت په خوله کی وواژه۔
س: علامه افغانی دفرانسی دکوم فلیسوف سره مباحثه وکړه اوهغه څه وویل؟
ځ: دفرانسې دنامتوفلیسوف ارنسټ رینان سره ئې مباحثه وکړه اوهغه وویل:
علامه افغای دحی انونکی ذهن څښتن،دهغه ازادفکری، پتمن عادت، وفادارې، پوهه، احساس مادافکروکړچی زمادپخونیواشنایانوین سینا یاابن رُشد څخه کوم یودی۔
س: په مسکوکي ئې څوکاله تېرکړل؟
ځ: په (1888) کال کی ولاړی اوپوره دوه کاله ئې تېرکړل۔
س: علامه افغان خپل تاریخی لیک وچاته ولیږه اوڅه پکښې لیکل شوی وه؟
ځ: علامه افغانی خپل تاریخی لیک دکرب امشهوردینی عالم میرزاحسن شیرازی ته واستاوه چی دایران دظالمانه حالت، وانګریزانوته دپوره واک، دصحابه بې عزتی، واهل بیت ته سپکاوی اوداسلام داوصولودړنګولوذکرپکښې شوی وه۔
س: علامه افغانی په کوم کال چیرته اوڅ نګه وفات شو؟
ځ: علامه افغانی په ترکیه کی دمارچ په (9) په 1897 کال کی د (60) کالوپه عمرددې فانی دنیاڅخه سترګې پټې کړې، دایران اودترکې دپاچاعبدالحمید پاشاه په توطیه په زهروشهیدکړ، هغه داسی چي علامه دمسواک وهلوسره ډېرم ینه وه اودترکې پاشاه یوڅومسواکان وده ته په تحفه کی راوړل، علامه دغاښوپه تکلیف اخته شو(6) غاښونه ئې وکښل دخولې دسرطان له کبله دافغانستان دسترمجاهد مېړه، عالم، فلیسوف، مناظراسلام، مبارز، پوه، اوواشغالګروته ه ځای ماتونکی دژوندزرینې پاڼې ژړې شوی۔
س: علامه افغانی ولی خپل علاج نه کاوه؟
ځ: علامه افغانی په ترکیه کی نظربنده وه اواجازه ورته نه چی دخلې کوټې څخه راووځی، حال داچی ده ډېرکوښښونه وکړل۔
س: دعلامه جسدپه څه وخت کی اوڅنګه وافغانستان ته روړل شو؟
ځ: دعلامه خاورین جسدترڅلویښتوکالووروسته دترکې دحکومت په اجازه دافغانستان حکومت په تابوت کی په (1943) کال کی راوړ، لومړی وهندوستان ته روړل شو، دلاهورپه ریلوې سټیشن کی دهغه نغوږې (عقیدتمندان) ورمات شول تابوت دجلوس په بڼه وپاچاهی جومات یووړل شو، دعلامه اقبال دزیارت مخامخ کښیښول شو دجنازې لمونځ ورکول شو، وروسته وکابل ته راوړل شو اوپه ډېردرنښت وخاوروته وسپارل شو۔ روح دی ښاد وی