د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27097
بريالی
دخبریدو نیټه : 2009-06-27

د اشرف غني احمدزي پيغام


بسم الله الرحمن ا رحيم.

 زما د کمپاين ګورتځي ته ښه راغلاست!

 د جمهوري رياست دغه انتخابات د افغانستان خلکو ته ځانګړې موقع په لاس ورکوي. يوه داسې موقع، چې هېواد يوه نوي لوري ته خوځوي. زه د افغانستان اسلامي جمهوريت ولسمش ۍ ته خپله کانديداتوري وړاندې کوم، ځکه زه پوره باور لرم، چې هغه وخت رارسېدلی، چې موږ د يو نوي افغانستان بنسټونه کښېږدو او د ملت موسسين شو. د افغانستان په اړه زما لرليد د يوې خپلواکې، ولسواکې، تلپاتې، زغم لرونکې، متنوع او عصري مسلمانې ټولنې جوړول دي، چې هر څوک پکې يو وياړمن، باوقاره او خوندي ژوند ولري. زه غواړم افغانستان د نورو هېوادونو تر څنګ سرلوړی وي او د نړۍ د ولسونو لپاره خپلې ټولې دندې په ښه توګه تر سره کړي.

 خو په يوازې ځان د يو حکومت لپاره ددغه کار سرته رسول ګران دي. ددغه لرليد د تحقق لپاره، زه ځکه د حکومت او ولس تر منځ د يو نوي شراکت او يوې نوې ملګرتيا په رامنځته کولو ټينګار کوم، چې دغه کار به نه يوازې دا چې دغه دوه قطبونه سره نږدې کړي، بلکې حکومت ته به هم په اغېزمنه او شفافه توګه د خپل مشروع ماموريت د تر سره کولو وړتیا ورکړي. زما له اړخه، زه د سياست د يوې داسې نوې بڼې د پيلولو لوړه کوم، چې پر صداقت، رښتينولۍ، پراخ-نظرۍ، فافيت او موثريت ولاړ وي، چې د خلکو د غوښتنو او زموږ د ملي ګټو تحقق تضمينوي.

 په دغه وېبسايټ کې تاسې زما د افکارو، عقايدو، تجربو او نظرياتو په اړه معلومات ترلاسه کولای شئ، د وطن لپاره زما لرليد وشنئ، او وګورئ، چې څنګه به زه له هغو ګواښونو سره، چې افغانستان ته متوجه دي، مقابله کوم. دغه يوازې د راتلونکي ولسمشر په توګه د انتخابېدنې لپاره زما کمپاين نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو او زموږ د زامنو، لوڼو، لمسيانو او کړوسيانو د راتلونکي د تضمين لپاره يوه هيله او يوه هڅه ده. خو ددغه ارمان تحقق يوازې هله شونی دی، چې ستاسې پ سخاوته رضاکارانه ملاتړ او همکارۍ راسره وي. نو راځئ، چې لاسونه سره ورکړو او دغه راتلونکی ممکن کړو.

 اشرف غني احمدزی

دغه پيغام مو د ښاغلي ډاکټر اشرف غني احمدزي له ځانګړې ويبپاڼې څخه راواخيست او تر تاسو پورې مو ورساوه.

د ډاکټر صاحب په اړه نور معلومات د ده له ځانګړې ويبپاڼې څخه ترلاسه کولای شئ: