د سولې لومړۍ ګڼه له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27176

دخبریدو نیټه : 2009-06-29

په  ټول هېواد او ټولو پښتنو سيمو کې د سولې د لمنې د غوړېدو په موخه  له سويلي پښتونخوا څخه خپرېدونکي خپلواکه ، ناپېيلې ، فرهنګي ، ادبي او سياسي دوې مياشتنې مجله سوله د افغان خبريال محب الله ښېراز په مسؤل مديريت  وړمه ورځ له چاپه راووته او دا مهال په مارکېټ ننوتې ده .

 

سولې په خپله لمن کې په ګڼ مېر ټولينيزو، فرهنګي او ادبي  ليکنو ، سربېره سياسي ليکنې ، او موضوعات هم مينه والو ته وړاندې کړي دي .

د سولې چلوونکې ادارې تابيا کړې ده تر څو په نږدې راتلونکي کې په انټرنټ باندې هم سوله تر خپلو مينه والو پورې ورسوي .

د يادونې وړ ده چې په ټولو لويو او وړو پښتني ښارونو کې سوله د هغې له استازو څخه ترلاسه کولاى شئ .