مرگ يو ځل بيا دافغان فرهنگې جونگړې ته سر را ښکاره کړ!!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2740
حبيب الله غمخور - سويډن
دخبریدو نیټه : 2005-05-05

١٣٨٤ د غويي ١٥مه

په سويډن کې ددوستۍ فرهنگي ټولني دخواشينۍ پيغام

 

په  خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ دهيوادنوميالي  او پيژندل شوي ليکوال ،ژورناليست او ادبي شخصيت ارواښاد عبدا لجليل ((وجدي))  له پاني دنيا نه دتل لپاره سترگي پټي کړې ،  دافغاني فرهنگ او ادب مينه وال يې يو ځل بيا دوير پر کمبله کښينول .

اناالله وانا اليه راجعون

خداي بخښلي وجدي صاحب   تر څلويښتو کالو زيات د خپل خواږه ژوند  گټوري گړۍاو شيبې دغه داتلانو اوقهرمانانو دوطن دفرهنگي تکامل او ادبي غښتلتيا لپاره  ډالۍ کړي وې او پدي ورستيو کښي يې له ښکلي افغانستان نه ليري دبيلتون او جلاوطنۍ شپي او ورځي سباه کولي .

ارواښاد وجدي صاحب دهيواد ديوه غښتلي او پياوړي فرهنگي خدمتگار په توگه دژوند په ټولو شيبو کښي خپله ملي اوافغاني دنده په ميړاني او افغاني شهامت تر سره کړيده ،دغه لوړادبي  شخصيت  دخپلي ژبي اوافغاني کلتوردپياوړتيا په لار کښي دزياتو ليکلو انځورونوپه وړاندي کولو سره بيله کومي ويري او تسليمۍ نه دخپل توان او طاقت پر اساس داسي تلاښونه سرته رسولي او گامونه اوچت کړي دي چي دهغو ياد به دافغان ولس په فرهنگي تاريخ کې تل پاتي خاطره وي .

ارواښاد وجدي دا دهيوادد پياوړي سياسي څيري  په توگه هغه څوک ؤ چي يوه لهظه يې دخپل ربړېدلي ولس دژوند کړاونه او ستونزي ندي هير ي شوې او هميشه يې ددي غمځپلي او کړيدلي ولس دژودنددسياسي او ټولنيزو ښيرازيو ، اجتماعي عدالت ، مدني ټولني دجوړيدواوپه هيواد کښې ددموکراسۍدراتگ او ټينگښت   په لار کې ستر فرهنگي او وطني خدمتونه سرته رسولي دي ، اودغه سپيڅلي او انساني ملي هدفونو ته درسيدوپه لارکښي  هيڅ وخت دزمان واکدارانو ته ندۍ تسليم شوۍ .

 په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني مشر تابه جرگه او ټول غړي پداسي حال کښي چي  ارواښاوجدي صاحب مړينه دهيوادوالو لپاره ستره غميزه او لويه ضايع  بولي ، ځانونه د ارواښاد وجدي صاحب  دکورنۍ  د ټولوغړو او علاقمندانو سره پدغه ستر غم کې شريک گڼي.   پدي ټينگ باور لري  چي ددغه فرهنگي اوادبي شخصيت  د ملي او فرهنگې چوپړ ياد به دټول افغان ولس په زړونو کښي  دهميش لپاره د يوې   نه هيريدونکې خاطري  په توگه پاته وي .

 

دروان ۱۳۸۴کال دثور ۱۵ نيټه

دټولني دمشرتابه جرگې په استازيتوب

حبيب اله   غمخور