په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانو دکولتوري ټولنې اعلامیه
زموږ دکولتوري ټولنې غړو د جون په ۲۱ مه
نېټه دجرمني په مونشن ښارکې خپله نوبتي غونډه چې اجنډایې په کابل کې د ســولې دملي جرګې د پ
ېکړه لیک په شاوخوا اوملاتړ راڅرخېده ځکه نیمګړې پرېښوده چې له کابل څخه عاجل خبر راورسېد
چې د مزار شریف په ښـار کې خپل سري، بدماش او یاغي والي عطا په رڼاورځ دکرزي تصویرونه
اوغورځول او له عبدالله څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ البته دغزني والي په ورته وخت ددې پېښې پرخلاف
بیا خپل دولتي امکانات دکرزي په ګټه وکارول چې دادواړه پېښې داندېښنې وړ اوددې سبب شوې چې موږ
یوه اونۍ نورهم دپېښودلاپراختیا انتظار وکړو .
زموږ وړاندوینه اوانګېرنه په ځای وخته، دجمعې په
ورځ چې دجون ۲۶ تمه نېټه وه دکابل په غازي لوبغالي کې دوو نورو جنګي جنایتکارانو د افغان ولس په وړاندې په
وینوککړې او کرغېړنې داړې یوځل بیاښکاره کړې .
ددې دووجګړه مارواوبدماشانوله جملې څخه یوچپاولګرفهیم
دی چې کرزي خپل لمړی مرستیال نومولی او بل یې شعیه یاغي سید منصور نادري دی چې تل یې دجګـړو
اودسیسو په مرسته خپل ناوړه عمر اوږد کړی دی .
د رارسېدلي خبر له مخې وېل کیږي چې دجمعې په م
باره کې ورځ د فهیم او نادري غلو ملېشو خپلې کرغېړنې بره ګې جامې ویېستې بیا په ملکي جاموکې له یوشمې
نورویاغیانوسره یو ځای کوم چې په اصطلاح په ملکي امنیتي کمپنیو کې غړیتوب لري په غازي
وبغالي ورننوتل .
دا پېښه که ظاهرأ دکرزي په ملاتړ ښکارېده خو په حقیقت کې یوه پوځي پوروا یا تمرین و.
په
لوبغالي کې دننه افغان ولس ته محکوم فهیم دبدماشي مانورونه وروښودل چې ځانونه تیار او په ټو
ټاکنو کې دماتې په صورت کې له داسې زورڅخه کارواخلي لکه په کوم یې چې په ۱۳۷
کال کې د ملګرو ملتونو دسـولې پروسه سبوتاژو او دننني ناورین سبب وګرزېد، لرې نه ده چې ک
زی اوجنایتکاره ډله به یې په همدې ډول په راروانوغولوونکو ټولټاکنوکې دخپلې ماتې
په صورت کې شهیدکـابل دخپلو ناولو ارمانونو لپاره یو ځل بیا په وینو رنګ کړي .
د فهیم او نادري س
زوري موږ ته بیا اندېښنه پیدا کړه او بیا مو هم خپله غونډه چې باید د جون په ۲۸ تمه نېټه شوې
وای یوه اونۍ نوره هم وځنډوله ترڅو د حالاتو د لا پراختیا سره برابر غبرګون وښیو دا دی نن دجولای په ۵
پینځمه نېټه زموږ غونډه په داسې حال کې ترسره شــوه چې هم دهېواد په دننه کې ۴۱ تو
په ځان مینو چوکۍ خوښوونکو خپلې ټاکنېزې منډې ترړې ګرمې کړې دي او هم یې په وړاندې کلک ولسي غب
ګون شـوي دی چې دبېلګې په ډول به دلویې پکـتیاپه مرکز کردېز ښار کې دکرزي په ملاتړدغونډه ګډوډېد
تاسوته وښیو له بلې خواجنایتکار عبدالله اوعطا دخپل سر پاچاهي ته په مزار کې په داسې حال کې س
ونه ټمبه کړي چې په چوکۍ مین اوبېواکه کرزي دهرناروا عمل انجام ته لاس غځولی دی
چې یوه بېلګه یې مقام ته د رسولو په خاطر وړمه ورځ د هغو پینځو تنو قاچاقبرانو خوشي کېدل دي له بند څ
خه کوم چې د یو سل او شلو کیلوګرامو هېروینو په لېږدولو نیول شوي او د ۱۶ او ۱۸ کلونو په موده په بند مح
کوم شوي هم وو.
له بلې خوا په ناکرار هلمند کې دتپلې جګړې ماهرینو هم په مظلومو هلمندوالو دخنجر په نوم
عملیات پیل کړل چې داټولې پېښې نه تنهادافغان ولس دکړاو اودلا ځپلو په موخه کیږي بلکې تر هغه وخته به دا ناولې لړۍ
روانه وي ترکومه چې دجنګي جنایتکارانو په واکداري ملي وحدت لا په خطر کې ولوېږي، افغـــ
انستان تجزیه او د دموکراسي په پلمه راغلي ښکېلاکګر خپلوستراتیژیکو موخو ته ورسیږي چې
ه بده مرغه دا به داسې حالات رامینځ ته کړي لکه نن چې دسومالیا هېواد ورسره مخ دی .
د پورتنیو ستونځو
او وېرې له کبله زموږ دکولتوري ټولنې ټول غړي دخپل وجداني مسؤلیت له مخې څخه په یوه خوله
دافغانستان روان کړکېچن سـیاسي، پوځي، ټولنـیزاو اقتصـادي حالات محکوموي او دا روانه لړۍ دلا
تورو تیارو راوړونکي ګڼي خو دستونځو د حل بنسټیزه چاره زموږ دنننۍ غونډې دلاندې پرېکړوپه
تطبق کې ویني :
۱ ــ موږ نه تنهاپه کابل کې دسـولې دجرګې له پرېکړه لیک څخه ملاتړکوو بلکې په عملي کولوکې
یې د اړونـدو
اړخونو جدي پاملرنه غواړو .
۲ــ موږ د تل په شان افغانستان ته د تل پاتې سـ
ولې او امن راتګ په لویه دویدیزه جـرګه او یا په یو نړېوال بې پرې کانفرانس کې وینو ترڅو دیولنډ م
حاله حکومت په وسیله سره دسـولې پروسه ګړندۍ کړي .
۳ــ موږ دا راروانې دولسمشري جبري اوغیر
طبعي ټولټاکنې په کلکه محکوموو، له یوې خوا خوزموږ ولــس ډاډمن امنیت نه لري له ب
ې خوانه تنها چې جګړې ځپلو سېمو ته په رښتینولي سره کارتونه نه دي ورکړل شوي بلکې په بهر کې مېش
ـت شپږ میلیونه په ځانګړي ډول په پاکستان او ایران کې مېشت کډوال هم له ټاکنو څخه محروم شو
دا په داسې حال کې چې د هغه جعلي کمیسیون ویاندښاغلی نورچې دوی یې دخپلواک کمیسیون ویاندبولي
وايي چې موږ ټولټال څلورومیلیونو افغانانو ته په کوردننه کارتونه وېشلي دي دلته دیادولو
وړده چې په تېرو ټولټاکنوکې ۱۴څوارلسو میلیونو مستحقووګړو ته کارتونه وېشل شوي وو اوس خو دا دی
پینځه کاله تېر شول چې داشمېره خوبایدکم له کمه تر شلو میلیونومستحقو وګړو پورې رسېدلې وای خو دوی نه
تنها چې دلته دنږدې ۶ شپږو میلیونومستحقو وګړوحق تر پښولاندې کړ بلکې دهغه تېر ځل د ټاکنوله شمېرڅخه یې هم ۱
لس میلیونه مستحق وګړي په لوی لاس محروم کړل اوس زموږ داټکل له مخې څخه ټولټال دشلومیلیونو مستحقو وګړو
ه جملې څخه صرف ۴ څلورو میلیونووګړو ته هغه هم د دوی په خوله کارتونه وېشل شوي بیا
دا ۴ څلور میلیونه وګړي په ۴۱ یوڅلوېښتو بې هوشه کاندیدانو پسې کله دا خوا کله اخوا منډې وهي
اوس نو تاسو پخپله ۴ څلور میلیونه وګړي له نږدې ۱۶شپاړسومیلیونو وګړو سره پرتله کړﺉ دا هم
باید زیاته کړو چې نن ورځ زموږ دوګړو شمېر د۳۰ دېرشومیلیونو په شا اوخواکې اټکل شوی دی ځکه خوڅ
رګنده خبره ده چې دا راروانې ټولټاکنې نه بلکې ټول وژنې بللی شو، لنډه داچې دا له ف
ېب څخه ډکه لوبه دافغــان ولس په درد نه خوري دا به ډېرې ناوړه پایلې ولري ، جګړه به
لا نوره هم پسې وغځوي ځکه خو باید ټولټاکنې تحریم شي .
۴ ــ دټولټاکنو هغه ددوی په اصطلاح ( خپلواک کم
ېسیون)لا وار دمخه افغان ولس ته محکوم دی د کمیســیون غړو په داتېرو پینځوکلونوکې په کافي اندازه په
فساد کې لاسونه لرلي دي ځکه خو یې پرېکړې نه شو منلای .
۵ ــ موږ لا څو میاشتې مخکې هم دیوې
اعلامې په ترځ کې له کرزي څخه جدي غوښتنه کړې وه چې دملی ګټو دخونديتوب لپاره ژر تر ژره دبه
نیو چارو غیر قانوني وزیر سپنتا او د مزار والي عطا له دنـدو څخه ګوښه کړي خو کرزي خپله بې کیفایتي او بې ص
احیتي وښوده ځکه خو نن ورځ دپردیو لخوا په کرزي منل شوي وزیران او والیان نه تنهاله چوکۍڅخه کرزی نه
شي لرې کولای بلکې دنوروله وېرې یې لا پسې نازوي ، موږ د افغانستان په تاریخ کې دومره محکوم، ډا
ن او هېواد دښمنه مشر نه دی لیدلی ځکه خو له افغـــان ولس څخه جدي هیله کوو چې دا ناروا ټو
ټاکنې تحریم او نړیواله ټولنه دې ته وهځوي چې دزور په ځای دســـولې لار خپله کړي که
نړېواله ټولنه په خپل لاس دا د راوړو لمبو غم نه خوري نو کرزی بیا هم د خپل ځان او افغـانستان د
نجات لپاره یوښه چانس لري هغه داچې اضطراري حالت اعلان اودودیزه لویه جرګه راوبولې، دجنګي جنایتکا
انو په ځای د ولـس اړخ ونیسي ترڅو افغانان په خپلو کې سره جوړ او د پردیو له ناز څخه
خلاص شي خو له بده مرغه چې دومره همت په کرزي کې نه لیدل کیږي ځکه خو موږ دنړیوالې ټولنې ،افغان ولس او
مقاومت توجع غواړو .
۶ ــ له افغان مقاومت څخه هیله کوو چې که په رښتیا هم دکړېدلي افغانستان غم
وي ورسره نو د ژر تر ژره خپلې ټولې جګړیزې لاس ته راوړنې په یو سیاسي چوکاټ کې ځای پرځای کړي تر
څو نړیواله ټولنه یې دیو سیال په حیث ومني .
۷ ــ له افغان مقاومت څخه موبله جدي غوښتنه دا ده چې ژر تر
ژره دیوې رسمي اعلامې په صادرولو سره دسولې په اړوند خپل رښتینی دریځ اعلان کړي .
۸ ــ داچې دهېواد
ه درۍ په څلورو کې زیاته برخه نا امني نیولې او دولتي چارواکې کلیو او بانډو ته ورتلای
نه شي ځکه موږ په کلکه داحصایې د مرکزي ادارې دابې وخته تصمیم غندو چې غواړي د كورونو د
شمېرنې او د كليو د تثبيتولو لړۍ پيل كړي دوی به نه تنها د حقیقت له مخې دا کار ترسره نه
کړي بلکې د۳۰ دېرشـــــو میلیونو ډالرو په شا او خوا کې پیسې به په بډه ووهي .
۹ــ
موږ له ټولو سیاسي، ټولنیزو،کولتــوري ټولنواو په ځانګړي ډول له خپلو قلموالو ملګرو څ
خه جدي هیله کوو چې له موږ سره خپله همغږي اعلان او ددې تش په نامه ټولټاکنومخه ونیسي ، په
عین وخت کې موږ ته دا
ډاډ هم راکړي چې د کړېدلو پښـتنو د غږ اوچتولو لپاره د کوم ت
ویزیوني پروګرام په اړونـــد موږ ته لاس را کولای شي او که نه؟
یادونــــــه
:
پاس یادې شوې ټولنې کولای شي چې دخپلو ځانګړواعلامیوپه خپرولوسره موږ او افغان ولس ته ډاډ راکړي
.
په جرمني کې دبایرن مېشتو افغانانوکولتوري ټولنــــه