د ميرزا علم حميدي د مړيني له كبله د تسليت پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2758
عارف خزان - ماسکو
دخبریدو نیټه : 2005-05-08

١٣٨٤ د غويي ١٨مه ( ماسکو )  

په ډيري خواشني سره مي خبر تر لاسه كړ، چې زما پخواني دوست او ملګري، د هيواد نامتو ليكوال، شاعر، فرهنګي، ټولنيز او سياسي شخصيت، ميرزا علم حميدي، د پرديسۍ په تريخ چاپيريال د هالنډ په هيواد كې له دي نړۍ څخه سترګي پټي كړي.

 

زه د خپل دغه مهربانه دوست د مړيني د خبر په اوريدو سره، دومره غمجن شوم، چې كولاي مې نه شو، څو كرښې د تسليت په نوم د هغه كورنۍ، دوستانو او د هيواد فرهنګې كړيو  ته وليكم.

 

د ميرزاعلم حميدي، مړينه زموږ د هيواد د فرهنګي- معنوي زيرمي لپاره ځكه يوه ستره ضايعه ده، چې هغه  په خپلي پراخي حوصلي او نه ستومانه كيدونكو هلو ځلو سره كولاي شول، لا ډير څه له بهرنيو ژبو څخه وژباړي او زموږ د ژبي او فرهنګ پانګه  نوره هم ور باندي غني او بډايه كړي.

 

له بده مرغه، اوس چې هغه زموږ په مينځ كې نشته او پرته له مخه ښي له ټولو دوستانو څخه په ابدي سفر لاړ، د هغه اروا دي تل خوشاله او ښاده وي؛ د هغه يادونه به زموږ په زړونو، فكرونو او د هيواد په ادبي تاريخ كې د تل لپاره تل پاتي وي.

 

عارف خزان

مسكو

د ۲۰۰۵كال د مۍ ۸مه نيټه