حبيب الله غمخور ( دا د غم دپاسه غم دی )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2759
حبيب الله غمخور - سويډن
دخبریدو نیټه : 2005-05-08

١٨ د غويي ١٣٨٤ سويډن

 

په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگي ټولني دغمشريکۍ پيغام !

 

ديوه ليکوال دغم کمبله لا ټوله نه وې چي دبل غم او ويردناستي لپاره په بل ځاي کښي دپښتو ژبي او افغاني فرهنگ مينه وال او له هيواد نه ليري افغان مهاجر په سرو اوښکو سره راټوليږي .

 

دارواښاد ف فضلې جنازه لا دخلکو پر اوږو وه ، چي دهغه استاد  پلار صاحب  له هيواد والو نه دتل لپاره دخداي په امانۍ ږغ وکړ،  افغانانولا  دخپل وياړلي ټاټوبي له دغې وتلي څيرې  دتل لپاره د تگ په وير نه  وه سره راټول شوي  ، چي له کاناډانه بل وتلي او پيژندل شوې ادبي شخصت له دغه نړۍ نه سترگي پټي کړې ،دهغه په وير او غم لا دافغانانو په سترگو کې وښکي نه وې وچي شوي او له هغه سره ورستۍ خداي په اماني سرته نه وه رسيدلې چي زموږ دغمځپلي هيواد بل ليکوال او ژباړونکي ښاغلي ميرزاعلم حميدي  صاحب ته  زړه جواب ورکړ او دغي نامردي ناروغۍ حميدې صاحب هم له موږ نه دابدي کور ميلمستون ته بوتلۍ او موږ ټول ئې يو ځل بيا دغم پر لمڅي کښينولو .

 

بلي !  دا دغم او وير خبر مو  دروان کال ۱۳۸۴ دثور د مياشتي پر شپاړسمه نيټه   تر لاسه کړ  چي ارواښاد ميرزا عالم حميدي دورپيښي شوي د زړه دناروغۍ له کبله  دهيواد والو او خپل فرهنگي چوپړ له مينه والو څخه  رخصت شو.

 

انا لله و انا اليه  راجعون

 

ارواښاد حميدي صاحب پدي ورستيو کښي دخپل ژوند زياته برخه چي نږدي څلويښتو کالو ته رسيږي په پښتو ژبه ليکنو او ژباړنو ته ډالۍ کړې وه  ، هغه که څه هم ادبيات نه وه لوستي ولي دهغي علاقي له مخي چي دپښتو ژبي له ادبياتو (نثرونو ،داستانونو ،شعرونو) او نورو ليکنو سره يې لرل دزيات تلاښ او زحمت په پاله کښي وتونيدلاي شو تر پنځلسو زيات قلمي اثر او ړباژني دپښتو ژبي او افغاني ادب مينه والو ته ډالۍ کړي .

 

دارواښاد ميرزاعالم حميدي هر ه ليکنه د پښتو ژبي په  فرهنگي جونگړه کښي خپل ځاي او ارزښت لري  ،خو دنامتو ليکوال جورج اريل ناول چي د(( ژوبڼ )) په نامه دارواښاد حميدي لخوا له انگيسي ژبي نه  په پښتوته وژباړل شودفرهنگيانو او ادب مينه والو په منځ کښي دهغه  دنوم او شهرت  سره زياته مرسته وکړ ه ، ددغه ناول ژباړنه او چاپ چي دمرحوم په شخصي لگښت تر سره شودټولو فرهنگيانو لخوا زيات استقبال  شو .

 

حميدي صاحب چي څومره  خپلې ژبي او فرهنگ  ته وفادار و په هغومره اندازه يې دخپل ولس او هيواد سره مينه لرل ،هغه دافغان ولس دټولنيز ژنددسمون او هيواد داقتصادي ښيرازۍ په لاره کښي  تر څلويښتو کالو زيات  خپل خوږ عمر دغه  انساني  هدف  ته درسيدو په لارکښي ډالۍ کړی  چي کله کله دوخت د جبارانو دتورو زندانو ميلمه شوۍ هم دئ .

 

موږ پداسي حال کښې چي دمرحوم حميدي مړينه دهيواد والو او افغاني فرهنگي جونگړي لپاره ستره ضايع بولو دلوي څښتن له دربار نه دمرحوم حميدي لپاره دبخښي اودهغه  دفاميل ټولو غړو دوستانو او فرهنگي مينه والو ته  دصبر غوښتنه کوو.

 

روح دې ښاد وي

 

دټولني دمشر تابه جرگې په استازيتوب

 

حبيب الله  غمخور