هلمند :د(نن) مجله چاپ شوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27671
سيد محمد اه مشفق
دخبریدو نیټه : 2009-07-15


په ډېري خوښۍ سره خبر دركوو چې د هلمند ولايت څخه دلومړي ځل لپاره د(نن) په نامه نا پېيلې ، ښوونيزه ،كلتوري اومالوماتي  مهالنۍ مجله چاپ شوه او په نژدې راتلونكې كې به دمينه والو لاسونو ته ورسېږي.
نوموړې مجله چې دځوانو پوهيالانو له خوا پرمخ بېول كېږي تر ډېره بريده پوري غواړي چې ننني مسايل او پرمختللي مالومات لكه (كمپيوټر ،ګرځنده ټيليفون او نور) دټولو اغلو پښتنو لپاره په ځانګړي ډول وځوانانو ته برابر كړي .

د (نن) مجلې كارمندان ترخپلي وسي  پوري هڅه كوي ترڅو  د (نــــــ ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــن) مجله ښايسته ، په زړه پوري او ښكلې كړي ولې په دې برخه كې دټولو ځوانانو څخه داغوښتنه ده چې دا مجله ستاسو ده او خپلې نېكي مفكوري، تازه مالومات اوسالمي ګوتنيوني ددې  مجلې سره شريكي كړئ ترڅو دامجله  لاښكلې شي.
مننه