د احمدشابابا د علمي او ادبي ټولني د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2770
ننګيالی بڅرکی - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-05-09

١٩ د غويي ١٣٨٤ 

په خواشينۍ سره ناوخته خبرسوم چي خدای بخښلی ميرزاعلم حميدي د٦٤کالوپه عمرزموږڅخه دټول عمردپاره په مخه ښه وکړه نوموړي دادب دسېل يوه کوتره ،چي خپل دعمرٍډيره برخه يې په هيوادکي دپرګنودخدمت دپاره تېرکړی ؤ،اودادب په ميدان کي يونامتوشاعر،ژباړونکی ليکوال و. نوموړي دليکني خپل ځانګړی سبک درلود ،هغه آزادي ليکني کولې اودهيڅ چارواکي تراغيزي لاندي نه  و راغلی.

دمرحوم حميدي ليکني ترکومه ځايه چي ماتعقيب کړي دي هغه دنوښتګرۍ سره مينه درلوده اوخپلي ليکنې هم دعلمي اورياليستيکواوٍصولوسره سم داينده اوراتلونکي انسان دپاره ليکل ، داسي ليکوالان زموږپه ټولنه کي ډيرکم پيداکيږي اوضايعه يې نه جبران کيدونکې ده.

مادمرحوم حميدي صاحب سره په څوبانډاروکي بانډارکړيدی، خوورستی بانډارمي په هالنډکي د امستردام په ښارکي ورسره وسو،چي ميرويس ظاهرهم هالنډ ته دميلمه په صفت راغلی و.

دهغه بانډارخوږاوپه زړه پوري و.خدای دي محترم ميرزاعلم حميدي وبخښي دده په مرګ سره دافغانستان منورين، ليکوالان ،اوپه هيوادکي دننه اودهيواه نه بهر ټوله خلک خواشني سوه ددې خبري معناداده چي داسي شخصيتونه په يوه کورنۍ ، قوم پوري تړلي نه دي ؛بلکي دوی په ټول ملت پوري اړه لري نودحميدي صاحب کورنۍ ته ،دمرحوم انډيوالانواودافغانستان ټولوخلکوته دزړه له کومي تسليت غواړم اودخدای له درباره ودته جنت غواړم (( روح دي ښاد وي ))

 

دمرحوم حميدي صاحب خواخوږی

 

                                                              ننګيالی بڅرکی