د خپلواکۍ د فرهنګي مرکز د خواخوږۍ پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2778
يوسف هيواددوست - ډنمارک
دخبریدو نیټه : 2005-05-10

١٣٨٤ د غويي شلمه

 

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې د افغانستان  یو تن ګران او پخوانی  غوره فرهنګي شخصیت استاد عبدالجلیل وجدي له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې .

 

( لوی خدای دې ښه جنوتونه ور په برخه کړي  )

 

استاد ( وجدي )د افغانستان د یو غوره لیکوال ،څېړونکي او ادبی منتقد په توګه د خپل خوږ ژوند زیاته برخه  د افغانی هنر او ادب ،تاریخ لیکنې اوعلمي پلټنولپاره  بېله کړې وه  او ټول ژوند له قلم او لیکنو سره مل وو.

په ډنمارک کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز د ارواښاد استاد ( وجدي ) مړینه د افغانستان د فرهنګ او علومو د برخې یوه نه جبرانېدونکې ضایعه ګڼي او په دې توګه د ارواښاد کورنۍ ،دوستانو ،همکارانو او شاګردانو ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کوي او د خواخوږۍ له دغه پیغام سره هیله لري ،د استاد وجدي آثار او لیکنې راټولې او چاپ ته وسپارل شی .

په درنښت

د ( خپلواکۍ ) د فرهنګي خدمتونو مرکز په استازیتوب

یوسف هېواددوست