د خدای بخښلي حميدي په اړه د( خپلواکۍ ) د مرکز پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2779
يوسف هيواددوست - ډنمارک
دخبریدو نیټه : 2005-05-10

١٣٨٤ د غويي شلمه

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر واخیست چې د افغانستان یو تن پردېس او  زیارکښ  لیکوال  میرزاعلم ( حمیدی ) په حق ورسېد .

( لوی خدای دې وبښي)

 

ارواښاد میرزا علم حمیدي یو له هغو لیکوالو څخه دی چې د نړۍ د یو شمېر غوره لیکوالو  ځینې آثار یې په پښتو وژباړل او د پښتو د ادب دغه برخه یې لا پسې پیاوړې کړه .هغه د خپل روزنیز  تخصص ترڅنګ بې شمېره ادبي او هنري لیکنې وکړې ،کیسې او داستانونه یې ولیکل ،نړېوال طنزونه او د نړۍ د پوهانو غوره ویناوې یې  په پښتو وژباړلې  او په دې توګه د یو غوره لیکوال په توګه ټول عمر له هنر او ادب سره ملګری پاتې شو .

په ډنمارک  کې د ( خپلواکۍ ) فرهنګي مرکز  د ارواښاد میرزا علم حمیدي مړینه  د هېواد د ادبي کړیو لپاره یوه خواشینونکې پېښه ګڼي او په دې توګه د ارواښاد کورنۍ ،دوستانو او ملګرو ته د زړه له کومې د تسلیت مراتب وړاندې کوي .

 

په درنښت

یوسف هېواددوست