د افغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رئيس دډاډګېرنې پيغام٠

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2786
وردګ جريده :
دخبریدو نیټه : 2005-05-10

وردګ جريده :

دهېواد دفرهنګي او ټولنيز شخصيت اوژورنالېست عبدالجليل وجدي دمړينې له امله 
 

په ژورې خواشينۍ سره مې خبر تر لاسه کړچې چې دهېواد مشهور ليکوال ژورنالېست ، فرهنګي اوټولنيز شخصيت عبدالجليل وجدي دهجرت په ټاټوبي کې په حق رسېدلی دی٠
 انالله وانااليه راجعون
 ارواښاد عبدالجليل وجدي زموږ دفرهنګ له مشهورو شخصيتونو څخه وو او دخپل ارزښتناک ژوند زياته برخه يې په مطبوعاتي او فرهنګي ادارو کې دخدمت په لاره کې تېره کړه او دمهاجرت په چاپېريال کې هم داثارو په ليکنې او فرهنګي کارونو بوخت و٠
 ده يو شمېر مهم اثار په پښتو،دري او انګلېسي ژبو ليکلي او يايې ژباړلي دي اودځوانو ليکوالو او فرهنګيانو په ښوونه او روزنه کې يې نه هېرېدونکی رول لوبولی دی ٠
 دده مړينه دهېواد دفرهنګ لپاره يوه ستره ضايعه ده
 زه د ارواښاد عبدالجليل وجدي د مړينې له امله دارواښاد کورنۍ او دوستانو اودهېواد فرهنګيانو ته دډاډګېرنې او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم دلوی خدای ج له دربار نه ارواښاد ته دمغفرت او کورنۍ ته يې دجميل صبر هيله کوم ٠