د یاسني د پلویانو په اړه دعلي احمد جلالي اعلامیه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27867

دخبریدو نیټه : 2009-07-22

 

تيره ورځ يو شمير کسانو چې ځانونه يې د علي احمد جلالي پلويان بلل په کابل ښار کې را ټول شوي وو او له ميرويس ياسيني څخه يې خپل ملاتړ اعلان کړ ويناوالو د خپلو خبرو  په ترڅ کې وويل چې علي احمد جلالي ځان د ولسمشرۍ څوکۍ ته کانديد نه کړ نو موږ خپلې رايې ميرويس ياسيني ته ورکوو ، د علي احمد جلالي دفتر په وار وار ورته کسان خپل پلويان نه دي بللي او د اع اميو په خپرولو سره يې ويلي چې موږ تر دې دمه له چا څخه رسمي ملاتړ نه دى اعلان کړى د جلالي د دفتر وروستۍ اعلام يه په لاندې شرحه لوى افغانستان ويب پاڼې ته رسيدلې ده .

اعلامیه

  د پروفيسور علی احمد جلالی دسياسی او ټولنيزو تشکيلاتو د دارالنشاۀ مطبوعاتی اعلاميه د بعضی بی هويته عناصرو په هکله چی ددغه تشکيلاتو د نامه نه په استفاده  د ځينو کانديدانو ځخه خپل ملاتړ اعلانوې٠  دا ټولو سالمو سياسی، فرهنګی او ټولنيزو کړيو او خپلواکو شخصيتونوته جوته ده ، چی مونږ د لمړنۍ اعلاميۀ په بنسټ  دخپل ټول قوت سره په خپل دريځ ولاړ يو، او تر اوسه زمونږ ټول معلوم حاله سياسی او ټولنيز ې اړيکی پر خپل  ځاې اوهغی پريکړی  چی زمونږ ټول سياسی او ټولنيز قوت به د کوم شخص ځخه ملاتړ نه کوی بلکه د يووی کړنلارې ځخه به ملاتړ وکړې چی هيواد دروان ناو ين او کړکيچ ځخه وژغوری ولاړ دي٠ ددغی پريکړی په بنسټ او تاکيد سره دا اعلاميه يو ځل بيا خپرووه چی زمونږ دريځ د افغانستان دمظلومو خلکو دريځ دی، او خپله دغه پريکړه د ټاکنو په اړه به داړتيا په صورت کی، دخپل ولس او ټولو سياسی او ټولنيزو اړيکوسره په سلا او مشورې اناشا الله اعلان کړو٠