دقومي اوطبقاتي اذادۍ لارښودشېرعلي باچا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 27877
اشرف خان هوتي ایډووکیټ
دخبریدو نیټه : 2009-07-23


کله چې د پښتونخوا وطن دسیاسي تاریخ په پانړو نظراچوو،نوځنې نومونه د ورایه ذهنونو ته راځي لکه باچا خان ،خان شهید اودل سمد خان اڅکزی،کاکاجي صنوب حسین،وليخان،رزاق دوتاڼی،افضل بنګښ،شېرعلي باچا او داڅې نور.خوکله چې دپښتون سیاست سره سره د بې وزلې طبقې یا د کارګرانو او دهقانانو لپاره د مبارزې ذکر کوو نو د شېرعلي باچا اوافضل بنګښ نوم د ذهن په وړانګو کې ځلیږي.افضل بنګښ اوشېرعلي باچا دپښتونخوا وطن هغه و ړمبي سیاسي پوهان وو چې د قامي ازادئ سره سره یې د طبقاتي ازادي اخست ولپاره د طبقاتي جبرپر ضد مبارزه د خپلې تګلارې موخه وګرځوله.
افضل بنګښ او شېرعلي باچا خپل سیاسي ژوند د نی نل عوامي ګوند نه پیل کړ او دخپل ژور اوسپیځلي سیاسي فکرپر اساس یې ځان د عوامي نیشنل ګوند مخکي کتار ته ورسو و.په عوامي نشنل ګوند کې یې د ولي خان ،ارباب سکندر،اجمل خټک ،افضل خان او نورو سیاسي مشرانو سره یو ځای کار وکړ.په نیشنل عوامي ګوند کې یې د اولس دټولو قشرونو د صفونو برابرولو لپاره د خپل توان نه هم زیات زیار وباسلو او دغه غیر منظم اولس یې په یو تار وپېرل.بنګښ صیب اوباچاجي ډېرمشترک فکرونه او خویونه لرل.دواړو د سیاست پوهې سره سره ادبي پوهه هم لرله ،قانون پوهه هم وو او دواړو سوشلسټ سیاسي ایډیالوجي هم لرله.
کله چې په نیشنل عوامي ګوند کې د مزدورانو ،کسانانو،قانون پوهانو،لیکوالانو او زده کونکو سازمانونه جوړول شروع شو نو دم زدودرانو او کسانانو د منظم کولو لپاره بنګښ صیب او شېرعلي باچا ته مسولیت ورپه غاړه شو .دواړو د خپل سیاسي فکر او ایډیالوجۍ سره سم د مزدورانو او کسانانو کتارونه برابرول پیل کړل او ډېر په ایماندارئ یې خپله وظیفه ت سره کوله او مزدوران او کسانان یې په رښتیا د خپلو حقونو نه خبرول د جبر او ظلم نه د خلاصون لار یې ورته ښود ه.خو کله چې د وطن ظالم خانان اونوابان په دی پوهه شول چې بنګښ صیب او شېرعلي باچا په رښتیا دا بې وزله اولس له ژبه ورکوي،په خپلو مسایلو یې پوهه وي او د خلاصون لار ورته روښانه کوي نو دوي یې د اجمل خټک په لاس  د یوه پې نهاد وړاندې کولو د ګوند د چارو نه لیری کړل او د ګوند بنسټیز غړیتوب یې ورله ختم کړو.دواړو ددغه پرېکړې پر ضد خپل عکس العمل ښکاره کړو او دوی د ګوند مشر ولي خان ته  اپیل وکړخو لکه چې هغه هم په دغه سازش کې شامل وو.
ک ه چې دا دواړه سیاسي رهبران د نیشنل عوامي ګوند د مشرتابه نه مایوسه شول نو د مزدور کسان ګوند په نوم یې جدا سیاسي ګوند جوړکړو او د مزدور کسان ګوند تاریخي اساس نامه[دستور]یې وړاندې کړو. افضل بنګښ او شېرعلي باچا دخپل سیاسي فعالیت محور اشنغر(چارسده)وګرځولو.ځګه چې په اشنغر،مردان،ملاکنډاو سوات کې خانئ په زور وې او په دغو سیمو کې د لویو خانانو(جاګیردارانو)ظلم،جبر،بیګاراو نورې ناوړې  خپلې انتهاته رسیدلې وې.دهقانانو به په خپله خوښه ژوند نه شو تېرولې،دوي دا حق نه لرلو چې خپل بچي ښونځیو ته وليږي،خپلې لوڼا په خپلې منشاء واده کړي او یا په خپله مرضئ په انتخاباتو کې چا ته رایه ورکړي.دهقانانو ته به ډېرپه سپک نظر کتلې شو او دوي به نه شو کولې چې دسیال په توګه ژوند وکړي.دهقانانو به په پټو کې دکار ورسته دخان په اوجره کې بیګار کولو او د دهقانانو د کور ښځو به دخان په کورکې بیګار کولو(بیګار به یې هغه کار ته ویلو چې په بدل کې به ورته پیسې نه ورکیدلې) افضل بنګښ او شېرعلي باچاددغه طبقاتي جبرپر ضدسیاسي مبارزه پیل کړه دکلیو،بانډو دورې یې وکړې.د لاندې سطحې نه د دهقانانوپه منظم کولو لاس پورې کړو.او په ‌ډېره لږه موده کې یو انقلابي سازمان جوړولو کې بریالي شول.بنګښ صیب او باچاجي په ز ګونوسیاسي کارکونکي وروزل او د نظریې په وسله یې سمبال کړل.دوي دسیاسي مبارزې سره سره توده مبارزه هم جاري وساتله.بنګښ صیب او باچاجي دپاکستان مزدور کسان ګوند سره هم یوځای کار وکړوخوپه قومي سوال یې اختلاف راغلواو دغه تګ سرته ونه رسېد.افضل بنګښ دخپل ژوند په اخري شپو کې په نیشنل عوامي ګوندپاکستان کې بیاشامل شوخو شېرعلي باچا اوملګرو یې اختلاف وکړو.اودا اوږده اړیکي سره وشلیدل. شېرعلي باچا یوځل بیا ديوغټ امتحان سره مخامخ شواو خپل تیت او پرک لښکریې سره بیا راټولول پیل کړل.په دې موقه باچاجي دګوند نوم پښتونخوا مزدور کسان ګوندکېښود و.دا هغه تاریخي موقه وه چې باچاجي په شمالي پښتونخوا کې په ړومبي ځل د پښتونخوا نوم معارفي کړو.باچاجي او دهغه ملګرو خپل کارله ادامه ورکړه.باچاجي دمزدورانو کسانو لپاره د مبارزې پرڅنګ د پښتونخواوطن دمحکوم اولس او په ملک پاکستان کې یې د اولسواکۍ(جمهوریت)غوښتنه هم کوله.په ملک کې د امریت پر ضدغږپورته کړو او په نتیجه کې باچاجي دفوځي دکتاتور لخواونیول شو او په بالاحصارکې یې په ټارچرسیل کې وساتل شواو ډېر تشدد پرې وشو خو دشېرعلي باچا په اراده کې د زرې هومره فرق هم رانغلو.کله چې د ضیاالحق دکتارتور له خوا دپاکستان صدراعظم ذوالفقارعلي بهټو پهانسي شو نو باچاجي په مردان کې د هغه غایبانه جنازه وکړه او جنازې ته یې خپله تاریخي وینا وکړه ،ده په خپله وینا کې دا تاریخي جمله استعمال کړه چې کله ذوالفقارعلي بهټو سره دملک غریب اولس ملګري وو نو بهټو دملک صد اعظم و او چې کله ورسره د ملک خانان،نوابان او جاګیرداران ملګري شول نو بهټو یې په دار وځړولو.
په ۱۹۷۷کال کې چې نورمحمد ترکي په افغانستان کې انقلاب راوستلو نو باچاجي اودهغه ګوند یې حمایت وکړ ،او په مندڼي (چارسده)کې یې ددفاع انقلاب افغانستان کانفرنس وکړاو دانقلاب ددفاع لپاره یې دمزدورکسان ګوند کارکونکي افغانستان ته ولېږ .
په ۱۹۸۵کال کې یې دپښتونخوا نیشنل عوامي ګوند مشرانو مامودخان اڅکزي،عبدالرحیم مندوخیل اورزاق دوتاڼي سره نزدیکت وشو دَ ۲۶ اکتوبر ، ۱۹۸۶، دَ پېښور دَ اعلامیې له لارې یې  دَ دواړو ګوندونو ګډ جوړښت، پښتونخوا ملي عوامي اتحاد، او دَ هغې موخې او تګلارې ډاګیزه کړې.  پښتونخوا ملي عوامي اتحاد په دغه ګردۀ وخت کښې په ټول پاکستان کښې په ځانګړې توګه په پښتونخوا هیواد کې په اولس او سیاسي کارکونکو کې سیاسي پوهه او بیداري پیدا کړه او په دوی کښې یې دَ یووالي او باور جوش نور هم زیات کړ.  هغه بنسټونه یې نور هم پاخه کړل چي په دغو سختو شېبو کښې دَ یوۀ غښتلي، ټینګ او دَ اولس په مټ ولاړ سیاسي ګوند دَ رغولو لپاره غوره او اړین بلل کیږي. نو ځکه په ۲۹ او ۳۰ مارچ ۱۹۸۹ په کوټه کښې بنسټیزې پینډې (کانګرس) پښتونخوا ملي عوامي اتحاد په یوه ګوند واړولؤ او دَ پښتونخوا ملي عوامي ګوند دَ رغولؤ تاریخي اعلان یې و کړو. . شېرعلي باچایې ړومبی سرمنشي(جنرل سیکتر)وټاکل شواو بیا تر مرګه یې دغه دنده سرته رسوله.اود دپښتونخوا نیشنل عوامي ګوند لپاره یې لاندیئ تګلاره وټاکله:
۱. په  پاکستان او پښتونخوا کښې دَ پرتې زورواکې  ښکېلاکګرې او زبېښاکګرې ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې ورَکاوی او په ځای یې په انساني او اسلامي سټو ولاړې دَ ټولنیزې او اقتصادي اډاڼې رغونه، دَ نیواکګرو او ښکېلاکګرو هیوادونو دَ سیاسي، اقتصادي او ژواکیزې  لاسبرۍ دَ ورَکاوي لپاره دَ ملتونو دَ خپلنیامت حق (حق خودارادیت) منل او په هیواد کې دَ قومیتونو په بنسټ دَ وفاقي یاویو (صوبايي یونټونوجوړښت) او دَ دغو یویو تر منځ دَ برابرۍ په بنسټ دَ وفاقي پارلیماني اډاڼې رغونه، دَ جاګیردارۍ، سردارۍ، سرمایه دارۍ او نوکرواکۍ د سیاسي واک ورَکول او په ځای یې دَ رنګ، توکم، دین، ژبې او جنس له توپیره پرته دَ زیارکش، اولسواکي پلوه، هیوادپاله، پرمختیا پ وه او نیواک دوښمنه اولس واکمني، مانا دَ اولسواکۍ  رغونه، او له مخې یې دَ زورګیره  ښکېلاکګره، زبېښاکګ ه ټولنیزې او اقتصادي  اډاڼې لرې کول او پر ځای یې دَ هیواد ازادي، دَ وفاقي یاویو تر منځ برابري، باور، او سواکي، پرمختیا، سوله او دَ  ټولنیز انصاف  دَ انساني او اسلامي سټو په مټ ولاړې ټولنې رغونه، له قران او سنت سره په ټکر کې  په  ټولو قوانینو باندي بندیز او ورکول.

۲.  (I)   دَ ژبې، ژواک (پرهنګ) او تا یخ په بنسټ دَ وفاقي یاویو (صوبو) رغونه، په دغه لړ  کې شمالي پښتونخوا ( شمالي مغربي سرحدي صوبه)، جنوبي پښتونخوا (په بلوچستان  کښې پښتني سیمه) او ختیځې پښتونخوا (میاوالي، اټک او نورې سیمې) په ګډون دَ پښتنو له نامۀ سره سم پښتونخوا، پښتونستان، یا افغانیه، دَ یوۀ خپلواکه، یوموټي پښتون وفاقي یوي (صوبې) رغونه

۲: دَ ازادو پښتني ایجنسیو (منځنۍ پښتونخوا) دَ اوسني خپلواکه اکر ساتنه، او بیا یې اولس ته دَ بالغې رایې ورکونې په بنسټ دَ جوړو شویو خپلواکو سیاسي ادارو دَ واک په مټ ټولنیزه بدلون او پرمختیا
۳:  په ب وچستان کښې دَ منځني مهال لپاره دَ ژوند په هره برخه کې دَ پښتانه او بلوچ تر منځ دَ برابرۍ په بنسټ دَ دستوري او تړونیزې اډاڼې رغونه، (Constitutional and conventional  arrangements)
۴: په ټول هیواد او په ځانګړې توګه په کراچۍ کې دَ پښتنو دَ سیاسي، اقتصادي او پرهنګي حقوقو او سر اومال ساتنه
۵: دَ خپلې خوښې او دَ برابرۍ په وفاق کښې دننه دَ دفاع، بهرنیو چارو، مواصلات او کرنسۍ باندي دَ دفاق او نورو ټولو محکمو او چارو باندي دَ صوبو واک
۶:  دَ هیواد په بهرنۍ تګلاره او بهرنۍ تجارتي تګلاره کښې دننه وفاقي یاویو (صوبو) ته دَ بهرنۍ سوداګرۍ واک او انتظام
۷: په وفاقي محکمو کې چي کومې ادارې تګلاره جوړوي او بیا پرې کارکوي، په هغو کښې دَ برابرۍ په بنسټ دَ صوبو استازیتوب، په دننه کښې دَ امن وامان او قانوچلولو لپاره صوبو ته بشپړه واک او بیا دَ هغه لپاره دَ توم ني (Civil) وسله وال ځواک رغونه او بشپړه واک
 ۸:ژبه
پښتو، بلوچي، سندهي، سرایکي او پنجابي دي ملي ژبې وَ م نلې شي، په خپلو خپلو وفاقي  یاویو (صوبو) کې دي سرکاري، پوهنیزې او ښوونیزې ژبې شي. په بلوچستان کښې پښتو او ب وچي سرکاري او ښوونیزې ژبې کول، په ټول پښتونخوا هیواد کښې دَ مېشتوژبنیو ډلو    دَژبې او ژواک ساتنه ددغه ګوند مهم ټکي وګرځول شول.او باچاجي تل ددغه هدف لپاره خپله مبارزه جاري وساتله.
په دې موقعه که زه د باچاجي د هغه ملګرو ذکر ونه کړم چې اوس زمونږ په منځ کې نشته خو د باچاجي سره په ډېرو کړکیچنو اکرونو کې ولاړ ول نو دا به انصاف نه وي لکه مثل خان لالا،زیارت ګل لالا دمردان،جنګوبابا،سردارمامدشاعلي داشنغر،شېرین باچاد ېرګړ،مولوي مامدصادق شهید دپل،ستارلالا،اصغرلالادمردان،مامدخان کاکا دپېښور،مسلم شاه وکیل د م دان،سیدنظیف کاکا،میرغزن بابا او جوزف د پېښور.
 شېرعلي باچا یو غریب طبعیته انسان وو،ډېراسان ژوندیې کو و،دلیک لوست ډېر مړنې وو،ډېره ژوره مطالعه یې لرله هر وخت به یې یوه مقاله دواسکټ په جیب کې پرته وه .باچاجي دژوند په هر اړخ ،دادب په هرصنف  او دسیاست په هرډګرخپل فکر دقلم له لارې نوي نسل ته پرېښی دی.د شېرعلي باچافکر ډېر رساوو،په سم وخت به یې صحیح پرېکړه کوله او په خپله  پرېکړه به یې عمل کولو.باچا جي دشلمی پېړئ یو لوی سیاست پوه .مفکر،ادیب او پوهیت(شاعر)وو.دباچاجي ادبي لیکنې اوشعرونه د خوشال او رحمان دانغري انګارونه دي چې تل به بلېږي.او سیاست یې داحمدشاه اوشیرشاه ارمانونه دي چې تل به روښانه وي.لکه څنګه چې پخپله وایي
لوې څو جرګې دلراوبر کوو
بیا به سم ګزارپه ستمګرکوو
پاتی دی ارمان دادسوري افغان
یو واربه لاهورزېراوزب کوو
وتړي واخان چې دبولان سره
بیاباچااختربه په باخترکوو.


      لندن (برتانیه)