په سيف الله کلا کې کتابتون پرانيسته وشو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28174

دخبریدو نیټه : 2009-08-04

تېره ورځ د سويلي پښتونخوا په سيف الله کلا ښار کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړيو د پښتونخوا کتابتون په نوم يو ستر کتابتون پرانيست چې د پرانېستو په غونډه کې يې د ياد شوي ګوند په سيمه ييزو چارواکيو سربېره د عوامي نشنل ګوند يو شمېر غړو ، د سيمې شاعرانو ، يکوالانو او د قلم مينه والو هم برخه دلوده .

                              &nbs p;      عثمان کاکړ د کتابتون پرانسته کوي

                              &nbs p;                           دغونډي برخه وا

 

د کابتون پرانيستنه د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند ايالتي مشر عثمان کاکړ وکړه .

 

کاکړ غونډې ته په خپله وينا کې وويل چې 

 

عثمان کاکړ د وینا پر مهال

کوم قام چې پرمختګ کړي وي له کتاب سره مينه يې لامل وي .

کاکړ په سيف الله کلا کې د کتابتون پرانيستل پښتو ژبي ته د چوپړ په لاره کې د کار وړ قدم وباله .