په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2818
زرين انځور - عاشق غريب
دخبریدو نیټه : 2005-05-13

 

د افغانستان د دوو نومياليو هنرمندانو

ف . فضلي او جان محمد پکتا ((پلار)) د مړينې اويادغونډې په مناسبت

  

٢٠٠٥ ، د می ١٤

هالنډ ، د  اوتريخت ښار

  

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو ګډه جرګه، د افغانستان د دوو نومياليو هنرمندانو ارواښاد جان محمد پکتا (( پلار )) او ارواښاد فضل محمد فضلي د مړينو له امله خپله ژوره خواشيني څرګندوي او دغه دواړه غمجنې پېښې د افغانستان د کلتور او هنر لپاره له ويره ډکې ګڼي .  دغو دواړو ارواښادو هنرمندانو د وطن د هنر د ودې او پرمختګ لپاره خپل ټول ژوند وقف کړی و  او په تېره بيا د پښتو تياتر، نندارو، سينما ، راډيو او تلويزيون او په مجموع کې د تمثيل د هنر د ځلولو او پياوړتيا لپاره يې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کړې دي .

 

موږ په داسې حال کې چې د دغو دواړو ارواښادو هنرمندانو د بېلتون په غم کې ځانونه شريک ګڼو ، هغوی ته د الله له درباره د فردوس جنت  هيلې څرګندوواو له کورنيو او د افغان هنر او کلتور له سترې کورنۍ سره ځان د وير پر ټغر ناست بولو .

 

په هالنډ کې افغاني کلتوري ټولنې ته کوروادنی وايو چې نن يې د دغو تلليو درنو هنرمندانو ياد غونډه جوړه کړې ده .

 

يادونه دې يې تلپاتې او جنتونه دې يې په نصيب وي .

 

 

په درنښت

 

محمد زرين انځور

 

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنو د ګډې جرګې مشر

 

محمد عاشق غريب

په اروپا کې د افغاني کلتوري ټولنود ګډې جرګې منشي