فراق، وصال، غم، خوشالي، درد،
اوښكې، انسانيت، سړيتوب، په ټوله كې د انساني ژوند ټول مسائل د شعر په ژبه اود هنر پرمت د الهام د شاعرۍ م
نځپانګه جوړوي. الهام زلمى دى خو شعرونه يې لكه زاړه شراب انسان په هوا كوي او په خيال كې ورته جنت او دوزخ و
ښكاره كوي. كه نا اشنا كس د الهام شاعري ولولي نو دا په يقين ويلى شم چې وايي به، شاعر يې د ژوند ډېرې ترخې او
خوږې څكلي او بوډا به وي.
الهام زلمى دى خو د زلمو په شان د هوس او مينې غلامي نه كوي، الهام وصال نه غواړي
ځكه چې تنده يې ماتېږي، غواړي چې په دردونو كۍ ژوند تېر كړي او د نورو له زړۀ او دردونو نه ځان خبر كړي، له دردونو
نه خوند واخلي.
الهام سيمه ييز فكر نه كوي هغه نړيوال فكر لري، ځكه خوانسانيت ته شعر وايي، سړيتوب ته شعر
وايي، مينې، محبت ته شعر وايي، مخكې مې چې وويل د هوس غلامي نه كوي نو د مينې په شعرونو كې يې هم د انسانيت او
سړيتو ب ډېر لوى پيغام نغښتى دى. نصرت الهام د خپل زړه په وينو ليكلي شعرونه اوس، اوس په دوو ټولګو كې چې يو يې
زاړه چا شوي شعرونه دي ( ولې دې نيمه لار كرې پرېښودمه) په نوم په يوه شعري ټولګه كې له سره له نويو زياتونو سره
چاپ كړي دي او بل كتاب يې د ( تنده) په نوم نوې شاعري ده چې د فرهنګ پال او پښتون پال زلمي سمسور حبيبي په مالي
ګښت يې چاپ كړي، زه ورته د زړه له كومې مباركي وايم، لوستونكو ته دومره وايم د نصرت الهام شاعري و لولئ او
خوند ترې واخلئ.
په ځوانۍ اوشاعرۍ يې بركت.
به درنښت آرش ننګيال