په شمال کي پښتانه ځوانان لم ړی ستر مشر اسماعیل یون ته خپل دزړه دکومي مبارکي وائې او بیا د نوموړي نه غواړي چه خپل دا دي میني ډک او او ارزښتناکه کتابونه باید شمال ته هم راولیږي
کله چي مو داخبر واورید چه یو پښتانه لیکوال او سیاست وال په داسي شرایطو کي چه ټول ګاوندیو او په کور کي میشت دښمنانو د پښتو د منځه وړل پسي لاسونه بډوه ي دي او دالیکوال یو ځای۳۳عنوانه کتابونه چاپه وي نو د پښتنو د کلتور د بیا را ژوندي کولو هیلي یو ځل بیا مو په رګونو کي جاري سوې.
ښاغلی ستر یون دا وښودله چه د پښتنو دښمنان هڅه کله نشي کولای چه پښتانه او
دهغوی کلتور ورک کړي
زه د شمال ولایاتو د ځونانو په استازیتوب سره ښاغلي یون ته د مبارکۍ تر څنګ وایم د
مال پښتانه په تا باندی ویاړي او دستا غوندي د پښتنو مشر په انتظار کي شپې او اورځي سبا کوی
زه د شاغلي استاد اسماعیل یون څخه غواړم چه خپل دا با ارزښته اثار شمالي ولایاتو ته را ولیږي
تر څو ځوانان ترینه ګټه واخلي او دی بلي خوا په دې ولایاتو کي د نور ژبو خلګو ته دا اور ښکاره
سي چه پښتانه که څه هم په جګړه کي لکه میرویس خان او احمدشاه غوندي پیاوړي اتلان لري نو په کلتوري اوا
دبي برخه کي هم داسي کسان لري چي دپښتو ژبي لپاره په یوازي سر دونه خدمت کوي