خبرتيا: اشرف غني د افغانستان د جمهور ريس لپار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28240
اکټر نبي مصداق
دخبریدو نیټه : 2009-08-08


د افغانستان د روانو انتخاباتو پاره 41 تنو نومونه ليکلي او هر يو د ريس جمهورې ادعا لري. خو.  ځينې ېې داسې کسان دي چې نه اداري تجربه  لري اونه علمي.  ځينې نور داسې اشخاص دي چي ياېې پخپپله قتلونه کړي او يا هم د قاتلانو اود بشر پرضد او افغان کلتور اوسلام  پرضد  ناوړه او شنيع اعمالو کې ېې  ګډون کړی دی.  بله  ډله هم داسې نفر دي چه ښه پوهيږي چې د وړلو امکانات ېې نشته خو یا د شهرت او یا په حکومت کې د یوې کرسې د ﻻسته راوړلو لباره را وﻻړ شوي دي. دا ډله د انتخاباتو پدې وروستيو ورځو کې يا له کرزي سره او يا هم د شمال جنګ سالارانو د هيرې نه د عبدالله سره یوځای کيږ ي. 

په واشنګتن کې خينو په وطن درديلو افغانانو چې ورته ثابته شوې جې د کرزي او عبدالله په راتګ سره به افغانستان د نا اهله، بې تجربو او بې علمه ډلو ټپلو په واسطه د تجزيه مرحلې ته ورسيږي، د يواځيني بديل لپا ه   چې پوهاند اشرف غني دی، يوه کميټه جوړه کړې جې (( اشرف غني د افغانستان د جمهور ريس لپاره)) نوم لري.

اشرف غني په نړۍ واله سويه يو عالم او استاد دی. هغه برخلاف د کرزي، عبدالله او نور دا کشمش نخود ډلې، د 40 کا و نه را پدې خوا د افغانستان او افغانانو د ژوند په هره برخه ليکنې کړي او لکچرونه ېې ورکړي دي. هغه د امريګا په مشهورو پوهنتونو کې د پوهاند په درجه درس ورکړی او د ملګرو ملتو د سرمنشي او نړيوال بانک د رياست له تکړه کانديدانو نه ؤ.

واقعيت د امر خو دادی چې بايد افغانان افتخار وکړي جې زمونږ وطن داسې با کفايته اولاد لري جې نوم ېې د سيد جمال الدين افغان، طرزي، پوهاند بهاوالدين مجروح او نورو وتلو پوهانو په ډله کې حسابيږي.

 پوهاند اشرف غني ته نن د لويديځې نړۍ په پوهنتونو او علمي مرکزونو کې هر وخت چې وغواړي کار پيدا کيږي، خو هغه وطن ته د خپل دين د اداکولو لپاره په دې طوفاني وخت کې را پورته شوی چې د وطن بيړۍ له ډوبيدو نه بچه کړي او افغانستان کې بيا امنيت، سوکالي او پرمختګ راشي. 

(( اشرف غني د افغانستان د جمهور ريس لپاره)) کميټې د نبه په ورځ چې د اګست اتمه نيټه کيږي د واشنګتن ((افغان رستوران)) په تالار کې غونډه ترتيب کړې چې په واشنګټن ميشت افغانانو ته د ګډون بلنه ورکړ شويده. د غونډې هدف د يوې خوا د پوهاند غني د اواز پورته کول او هم د هغه د انتخاباتو د کمپاين لپاره د چنده ټولول دي. پدې وسيله تولو وطن والو ته خبر ورکول کيږي چې هغوي هم په هر ځای کې د پوهاند اشرف غني اواز د انتخاباتو په دې حساسو ورخو کې پورته کړي. پوهاند صاحب د افغانستان د امنيت، اقتصادي ودې او ټولنېز ورورګلوې لپلره مقصل پلانونه لري او غواړي چې زمونږ ستاسو په شان، د وطن د اصلي زامنو په مټ ېې پلي کړي.  هيله ده تاسو ټول هرچيرې چې ېې لاسونه سره يو کړی ترڅو په اتحاد او اتفاق سره پوهاند اشف غني ته راي و کړو، هغه ته رای وګټو او زمونږ کړيدلي اولس ته د ارامې او هوساېې لاره پيدا کړو.