د استاد « پلار» او استاد «فضلی» د يادونې غونډې ته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2825
احمدشا هوتکي - کاناډا
دخبریدو نیټه : 2005-05-14

٢٤ د غويي ١٣٨٤

په کاناډا کې د افغان  رسالې  د  خپرونې  پيغام

 

په هالنډ کې د افغاني کلتوري ټولنې درنو غړو ته سلامونه او نیکی هیلې!

دا چې تاسې تکل کړی چې د خدای بخښولو استاد« پلار » او استاد «  فضلي  » د فعاليت او خدمت ستاینه د يوې غونډې په جوړولو سره کوئ    نو دا پخپله افغانی کلتور او هنر ته ستاسې عملي خدمت ثابتوی.

استاد پلار په ښوونيز ، روزنیز او هنریز اړخ کې افغاني ټولنې ته د خدمت اوږده سابقه لری چې پر هر چا معلومه ده .

 استاد جان محمد « پلار » د افغاني ټولنې راويښوولو او ټولینزو ناخوالو او بدمرغيو ته د ځوان قشر د متوجې کولو په لار کې بنسټیز او پوخ رول لوبولې او په دې بهیر کې يې څه ناڅه درې لسیزې نه سترې کیدونکې هلې ځلې کړی دی .

زيات افغاني ممثلین، هنرمندان او لوبغاړې د هغه په شاګردۍ باندې ویاړې .

په همدې ډول استاد فضل محمد «  فضلي » هم د هېواد د نومیالیو او منلو ممثلینو سروال پيژندل سوې چې څه باندې څلور لسیزې يې د افغاني ټولنې بیلا بیلې نیمګړتیاوې او نواقص د خپل جادوئي تمثیل له لارې په ګوته کړې او په دې لار کې یې له وياړه ډکه مبارزه کړې ده چې هغه يو بشپړ ملي او بين المللي رسميت اخېستي دي .

 

د دې دوو منلو او وتلو هنري څیړو ضایعه اصلاْ د افغانستان د هنري تاريخ يوه ضايعه ده چې ځاي به يې تل   تش وي .

افغان رساله ستاسې د دې نیک اقدام ستاینه کوی چې د یوې غونډې په رابللو سره د استاد «  پلار »او استاد « فضلي »  د عملي خدمت يادوونه کوي .

 موږ د يو سپيڅلې افغاني احساس له مخې د لوي خداي (ج) له درباره د هغوي کورنيو، مینه والو او ستاسو ټولنې ته د تسليت او شراکت لاس درکوو او په دې لار کې د لوي خداي ( ج) له درباره نور بریالیتوبونه درته غواړو.

 

په درنښت

احمدشاه هوتکي

د افغان رسالې  مشر

کاناډا