د هلمند د بریدونو غندنه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28258

دخبریدو نیټه : 2009-08-09

د ولسمشر د دفتر له مطبوعاتي اعلامیه څخه


افغان و سمشر حامد کرزي د هلمند په ولایت کې د  تیرې او نن ورځي دوه چاودنې  وغندلی.

په دغو چاودنو کې  چې یوه یې پرون د ګرمسیر ولسوالۍ  په درویشانو سیمه کې د ولسي خلکو په یوه ټراکټور وشوه ۲۱ تنو د ښځو او ماشوم انو په ګډون پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ماین د واده د مراسمو ګډون وال په نښه کړل خو دا لا نه ده معلومه چې د ماین ایښودونکو موخه د همدغو کسانو وژل وو که څنګه .

دوهمه چاودنه د نادي علي په ولسوالۍ کې نن د پو یسو په یوه  رینجر  موټر وشوه چې په پایله کې یې پینځه پولیس مړه شول.
د حامد کرزي له دفتر څخه د هغه په ح واله په خپاره شوي بیان کې راغلي چې دی به هیڅ  کله هم د دغو پیښو عاملین و نه بښي او دغه ترهګریز برید یو ځل بیا دا ښیې چې د افغانستان دښمنان حتی د ولسي افغانانو د وژلو پروا هم نه لري او هیڅ کله به هم په خپلو دغو اعما و خپلې موخې تر لاسه نه کړي.