په كاليفورنيا كې ياد غونډه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2843

دخبریدو نیټه : 2005-05-16

نن د مې پر ۱۶مه نېټه په د امريكا متحدو ايالاتو په كاليفورنيا ښار كې د هېواد د وتلي ليكوال، ژورنالېست، څېړونكي او فرهنګي خدمتګار استاد عبدالجليل وجدي فاتحه واخيستل او په ياد يې يوه درنه غونډه جوړه شوه چې د استاد ګڼ شمېر مينه الو، دوستانو، فرهنګيانو او فرهنګپانو په كې برخه واخيسته.

 

د استاد دغه ياد غونډه او فاتحه په سيمه ييز وخت درې بجو پيل شوه چې دوه ساعته يې دوام وكړ. د فاتحې په مراسمو كې د قران كريم په تلاوت د ارواښاد وجدي صاحب ته د دعا لاسونه پورته شول او كورنۍ، فرهنګيانو او فرهنګپانو ته د جميل صبر هيله وشوه.

 

په غونډه كې نوماند تاريخپوه ډاكټر محمد حسن كاكړ د ارواښاد وجدي په ياد خبرې وكړي او ويې ويل: وجدي صاحب په هېواد او ملت يو مين شخصيت و، په هره ليكنه كې يې د هېواد د ثبات ټينګښت لپاره كوټلي او د كاڼي د كرښې وړانديزونه كول. د استاد وجدي د لويو جرګو نن او پرون كتاب زما د دغې خبرې يو څرګند زبات دى.

 

ښاغلي ډاكټر محمد حسن كاكړه زياته كړه: استاد وجدي د يوه تكړه ليكوال، ژورنالېست او څېړونكي تر څنګ يو سپېڅلى سياستمدار هم و، په صادقت او رښتينولى يې سياست وكړ او په دې لار كې د هېواد او ملت د ګټو لپاره د ژوند له زياتو سهولتونو څخه لاس په سر شو.

 

له ډاكټر محمد حسن كاكړ سربېره د استاد ګڼ شمېر مينه والو او دوستانو خبرې وكړي، ښاغلي نعيم مجروح، ښاغلي شېرزاد او ګڼ شمېر دوستانو د خواخوږئ او همدردۍ پيغامونه ولوستل.