ځوان افغان کمپيوټر پوه ښه وځليده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2867
کوچۍ
دخبریدو نیټه : 2005-05-19

د غويی ٢٩ مه ١٣٨٤ -   ( آزادي)

 

اسرار احمد کريمزی  شل کلن افغان زلمی دی چې  د کمپيوټر په برخه کې زيات مهارت لری. نوموړي  په دې وروستيو کې په پښتو ژبه   د افغان مسنجر په نامه  د اوو مياشتو په موده کې يو پروګرام جوړکړی دی. د دغه پروګرام له مخې افغانان کولي شي چې په پښتو ژبه د کمپيوټر له لارې  د يو له بل سره ليکلې خبرې (چټ) وکړي.

 

اسرار احمد تېر کال په تاجکستان کې د کمپيوټر د ماهرانو  په يوه سيالۍ کې  برخه اخيستې وه چې په هغې کې يې  د سروزرويو مډال  تر لاسه کړی و.

 

سږ کال يې بيا هم  د کمپيوټر د پروګرامونو د جوړونې په سياليو کې ګډون وکړ او دا ځل په دې بريالۍ شو چې د ٤١ هيوادونو د ١٧١  کمپيوټر پوهانو  په منځ کې  دوهم مقام وګټی او د سپينو زرو مډال په لاس راوړی.