افغانستان له انتخاباتو نه کومې خواته روان دی؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28763
يحيی وردک
دخبریدو نیټه : 2009-08-27

افغانستان وروسته له انتخاباتو نه کومې خواته روان دی؟
 (درې ورځنئ سيمينار)
Afghanistan nach den Wahlen - Quo Vadis? 11.–13. September 2009
Arbeitnehmer-Zentrum Königswinter (AZK)
Johannes-Albers-Allee 3
53639 Königswinter bei Bonn

ګرانو هېوادوالو،
د افغانستان معلوماتي مرکز (افغانيک) او د کونيګ وينتر ښار د کاريګرو مرکز بين المللي څانګه  (www.azk.de) ۲۰۰۹ کال د سپتمبر د ۱۱ نه تر ۱۳ پوری يو درې ورځنۍ سمينار جوړوی. 
دغه سمينار ته به د آلمان د بهرنيو چارو وزارت او د اقتصادي همکارۍ او پرمختګ وزارت استازو سربيره،
د آلمان پارلمان غړي، دولتي او غير دولتي موسسو نمايندګان، د ولسي جرګې يوه غړي او افغانستان پوهان ويناوې وکړی.
 نور معلومات او پوره پروګرام دلته کتلای شۍ: www.afghanic.org
له تاسو قدرمنوآغلو او ښاغلو څخه په ډېر درښت هيله کوو، تر څو په دغه بين المللی سمينار کې ګډون وکړۍ.

ويناوال:

۱- دوکتور محمد ظاهر عزيز، په يونسکو کې د افغانستان سفير: په افغانستان کې د بين المللي ټولنې رول
۲- برند موتسل برګ: د افغانستان او پاکستان لپاره استازی د آلمان د بهرنيو چارو په وزارت کې
۳ـ  وينفريد ناختوای، د آلمان پارلمان غړی، د شنو ګوند
۴ـ  مېرمن کارله شېفتر، په چک وردک کې د آلماني روغتون پروژې مشره
۵- داکتر يورګن کانه، اقتصاد پوه: د آلماني غير دولتي ټولنو برخه د افغانستان په بياودانولو کې
۶-  هلموت پريس، متفاعد ډګروال او د انتقادي افسرانو د ټولنې وياند
۷-  نسيم صابر: د افغانستان په هکله د افغاني او غربي رسنيو يوه پرتله
۸- ډاکتر وينفريد شميتس، وکيل او د شميتس بنسټ مشر: د شمال غربي پاکستان او جنوبي-شرقي افغانستان
    لپاره د يو مارشال پلان طرح
د سيمينار گډون ونډه اتيا يورو او د بېکارانو، محصلينو لپاره څلويښت يورو ده.
د سيمينار ژبه آلماني ده، خو د اړتيا په مهال کې د ځينو برخو ژباړې ته چمتو يو.
د علاقی په صورت کې موږ ته احوال راولېږئ.
که مو څه پوښتنې درلودی، زه ستاسو په خدمت کې يم. 

درنښت