زما هديره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 28963
محمد نعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2009-09-03

ملګرو!

 

زه په يوه هديره کې ژوند کوم ، د ورځې په ويښه او د شپې په خوب  مړي وينم  .

اوس راته ژوندي انسانان هم ګرځنده جسدونه ښکاري .

چاته چى لاس ورکړم ،  د لاس يخني يې احساسوم ، بېرته يې ترې را کش کړم ،  فکر کوم مړي ته مې لاس ورکړى دى.

 

کله  چې د خوب په هيله وغځېږم  او سپين څادر په ځان راکش کړم ، ځان راته مړى ښکاره شي . ژر را پورته شم.  هندارې ته ودرېږم  او چې کله مې کلمې ويلو ته شونډې په حرکت راشي او عکس يې په هنداره  کې وګورم ، پوه شم چې لا ژوندى يم .

  پوهېږئ  ولې !؟     

ملګرو !

زما په ملک کې هره ورځ په لسګونو  انسانان وژل کېږي او چې هرچېرته ووژل شي لومړى احوال يې ماته راځي  .

 

پوهېږي! دا هديره چې زه په کې اوسېږم چېره ده ؟

دا  زما دفتر دى  او زه يوه ژورنالست يم.

 

                                                                                             محمد نعمان دوست ، کابل

                                                                                                         د وږي ١٢مه