دنعیم افغان سره د سپيني ادې دټولني دخواخوږی پيغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 29093
یوسفزی - هرات
دخبریدو نیټه : 2009-09-08

په ډېري  خواشینۍ سره مي خبر ترلاسه کړ، چي دخپل ملګري  ، لیکوال ، شاعر او هرات کي دمېشتو پښتنو دسپيني ادې دادبي او کلتوري ټولني غړی،  دمورچل (www.morchal.com) ویب پاڼي او هریرود مجلې چلوونکی محمد نعیم افغان مور په حق ورسېده .

 

انا لله وانا الیه راجعون

 

 

زه او هرات کي دسپيني ادې دټولني غړي  د ښاغلي محمد نعیم افغان  له کورنۍ سره ځان په دغه ستر ویر کي شریک بولو ، او دلوی  پاک خدای(ج)له دربار څخه ارواښادي ته دفردوس جنتونه او کورنۍ ته یې دجمیل صبر هیله کوو.

 

روح دي ښاد وي

 

دمورچل ویب پاڼي همکار

تېمورشاه یوسفزی - هرات ولایت