په ډېره خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د ځوان او تکړه شاعر او ليکوال ښاغلي محمد نعيم افغان مور د ورپيښي ناروغۍ له امله په حق رسېدلې ده ،
انالله و انا اله راجعون
موږ د پښتو ادبي تړون ټول فعاله غړي محمدنعيم افغان او د دۀ کورنۍ ته د زړۀ له کومي په ډېر درنښت خپل تسليت وړاندي کوو د دوی سره په دې وير کي خپل ځانونه شريک بولو
څښتن تعالی دي مرحومې ته فردوس جنت ورپه برخه کړي او پر ګور دي يې د نور وړانګې خپرې وي ، ټولو قريبانو ته دي يې لوی خدای (ج) جميل صبر او زغم ورنصيب کړي
په درناوي
د پښتو ادبي تړون چمن د مشرتابه جرګګۍ