په برتانيا کې د اوسېدونو افغانانود ټولني اجراييه شورا ، د کوچنې نېکمرغه اختر د رارسېدلو له امله د افغانستان په د ننه کې ټولو هېوادوالو ، په بهر او ځانګړي توګه برتانيا کې مېشتو افغانانو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي تودي مبارکۍ وړاندي کوي . همدارنګه د روژي د مبارکې مياشتي په دې بزرګو شپو او ورځو کې د لوي خداي ( ج ) دربار ته استدعا کوي چې زموږ د خلکو عبادت او دوعاوي قبولي کړي ، خلکو او هېواد ته سوله ـ نېکمرغي او ابادي راولي .
د افغانانو د ټولني اجراييه شورا دروژي د مبارکې مياشتې په اوږدو ، په ځانګړي توګه د کوچنې اختر په درشل او د افغانانو د ملي غمېزي د پېل نه تر اوسه پوري د هغو بې ګنا هېوادوالو د شهادت له امله چې دغلچکيو بريدونو او هوايې تاړاکونوهدف ګرځېدلي ژوره خواشېني او د هغوي د کورنيو سره کلکه همدردي څرګندوي .
په دې اساس په لندن کې د اوسېدونکو افغانانوټولني تصمېم نېولی چې د تېر په څېر د کوچنې اختر د لمانځه د ادا کولو په موخه د ټولني په انګړ ( ويست اکتون ) کې پوره تياري ونېسي او مېشتو افغانانو ته بلنه ورکړي ، چې د اختر په لمړی ورځ د سهار په ۱۰ بجې د ټولني انګړ ته تشريف راوړي . په درناوي
سېدجان کارواني
په برتانيا کې د اوسېدونکو افغانانو د ټولني ريس
ادرس : چرچيل ګارډنز