لوګر په سنځل ګل كې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2933

دخبریدو نیټه : 2005-05-29

ټاكل شوې ده چې د راروانې جمعې په ورځ چې د غبرګولي له ۱۳مې نېټې سره سمون خوري په لوګر ولايت كې د سنځل ګل په نامه يوه غټه دوديزه مشاعره جوړه شي، چې د دې ولايت پر شاعرانو سربېره به د افغانستان د نورو سيمو شاعران هم په كې ګډون لري.

 

مشاعره د تنګي واغجان په باغونو كې جوړېږي، چې د سمبالونې چارې يې ځوان شاعر نذير احمد نذير، د دې ولايت د اطلاعاتو او كلتور رياست او د ملي پيغام خپلواكې راډيو پر  غاړه اخيستى چې د سهار پر ۸ بجو به پيلېږي. په دې برخه كې ځينو شركتونو او اشخاصو هم نقدي مرستې كړې دي.

 

لكه څنګه چې هر كال په ننګرهار كې د نارنج ګل دوديزه مشاعره كېږي، دغه راز سږ كال په زابل كې بادام ګل، په كندهار كې انار ګل او دا دى اوس په لوګر ولايت كې د سنځل ګل مشاعره كېږي، چې كتونكي دا ډول ناستې او مشاعرې د كلتوري اړيكو په ټينګښت كې ګټور ګام ګڼي.