د پښتو ژبي تکړه شاعر او لیکوال عبدالهادي ریشاء له نړۍ وکوچېدئ
په خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړئ چي د پښتو ژبي شاعر او لیکوال عبدالهادي ریشاء نن د ۲۰۰۹ع کال د سپتمبر پر شلمه نېټه د کراچي په ښار کي تر اوږدې ناروغۍ وروسته وفات سو .
انالله واناالیه راجعون.
د ارواښاد ریشاء جنازه به په کندهار کي خاورو ته وسپارله سي .
ارواښاد ریشاء د پښتو ژبي نقاد شاعر او د ملت په درد درمن لیکوال و چي په نظم او نثر کي یې ښه پوره اندازه آثار پاته دي .
د ارواښاد عبدالهادي ریشاء دژوند او قلمي هڅو په باب به وروسته وږغېږو.
ويبپاڼه د دروند استاد مړينه يوه ستره ضايعه بولي او د لوى څښتن له دربار څخه ورته د جنت الفردوس او درنې کورنۍ ته يې د جميل صبر غوښتنه كوي.