په کندهار کي د لسګونو کسانوتر څنګ دکابل امنيه قومندان محمد اکرم خاکرېزوال هم ووژل سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2968

دخبریدو نیټه : 2005-06-01

چهارشنبه دغبرګولي دمياشتي يولسمه

عبدالاحمد محمديار - کندهار

  

نن سهار دنهو بجو په شاوخواکي د کندهار ښار په عبدالرب اخندازاده جمات کي يوه درنه ځانمرګې چادنه په داسي حال کي پېښه سوه چي په نوموړي جماعت کي د دغه جماعت د ملا امام او دکندهار د علماو شورا د ريس عبدلله فياض دفاتحې مراسم ترسره کېدل .

ملا فياض اخند تېره شنبه دخپل کار په دفتر کي د نامالومو کسانو له خوا ووژل شو .

په دغه ځانمرګې چاودنه کي د ناتائيد شويو خبرونو له مخي تر اوسه د پنځوسو تنو تر څنګ د کابل امنيه قومندان محمداکرم خاکرېزوال هم وژل شوی دی  او د کندهار د مشهور جهادي قومندان ملا نقيب اخند د ټپي کيدو خبره هم کيږي .

داچاودنه دومره وحشتناکه وه چي په اړه يې د عيني شاهدانو ژبي نه خوځېدې .

دچاودني په ځای کي چي د جماعت په دننه کي رامنځته شوې وه هري خواته ويني ، دغوښو ټوټې ، دانسانانو دبدن غړي مړه او ټپي جسدونه پاشلي پراته وو .

د پيښي يوه عيني شاهد سيداحمد اشپز چي په جماعت کي د فاتحې د ګډونوالو له پاره په اشپزي بوخت و  وويل : 

لومړی موږ يوه لويه د اور لمبه وليده ، او  ورسره سم مو د يوې زړه کښونکي چاودني ږغ واوريد  ، لږ شېبه وروسته چي مي کتل زما په دېګونو کي د وريجو سره دانسانانو غوښي ګډي وډي سوي وې .

سيداحمد د دېګونو او ساپي ګانو وريجو ته اشاره وکړه چي دوی يې په سره راټولولو لګيا وو .

يو بل تن دجماعت په انګړ کي سوځېدلو کمبلو او نسکورو خېمو ته په اشاره سره وويل :

تاسو وينئ چي دغه شيان ټول سوځېدلي دي ، دلته اور ولګېدی او دا هر څه وسوځېدل د جماعت ټولي دروازې او کړکۍ ماتي شوې .

کله چي مي دنورو جزياتو په اړه ترې وپوښتل ناببره يې په قهر راته وويل :  

وروره تاسو د انسانانو په غوښو وينو او مغزو کي ګرځئ نور له دغه ځايه ولاړ سئ ، يوه بل ساتونکي عسکر وويل :

دا يوه ځانمرګې چاودنه وه ، موږ داسي واوريدل چي دغه کس په رسمي لباس کي له قومندان خاکريزوال سره راغلی و   او دده په پښو کي تر غځېدلو وروسته يې ځان والوزاوه    خو په جمات کي يو بل تن بيا وويل چي دا په شخصي کاليو کي يو تن و چي ژر ژر د جمات خواته روان و    د ساتونکو ورپام سو کله چي يې دده د راګرځولو هڅه کوله  نو ده ځان د خاکرېزوال تر څنګه ور ورساوه او  له همدې سره هر څه ګډ و وډ سول .

له بلي خوا د کندهار ښار ميرويس روغتون ته دسلګونو انسانانوبهير ورمات و او هر چا د مړو او ټپيانو د ليدلو هڅه کوله چي کوم خپل يا ملګری به پکښي وويني  او ځينو هم د ويني دکمي د پرله پسې اعلانونو وروسته دټپيانو لپاره خپله وينه ورکوله  .

تر دا مهاله د مړو او ټپيانو د رښتيني شمېرې مالومول ګرانه خبره ده ځکه يو شمېر ټپيان د کندهار په هوايي ډګر کي دائتلافي ځواکونو روغتون ته رسول سوي دي