ددوستی فرهنګي ټولنه : دکانتوني گناه څه ده ؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3013
حبيب الله غمخور
دخبریدو نیټه : 2005-06-08

تر دريو هفتو زيات وخت تير شو چي د پاملرنی دمؤسسې ايټالوی کارمندي برخه ليک لا ندۍ معلوم .
کلمينتينا کانتوني دهغي مؤسسې کارمنده ده چي تر څلويښتو کلو پخوا يي د لمړي ځل لپاره زموږ دهيواد سره د ښووني روزني ،روغتيا اوکرهڼيزو چارو په برخوکې مرستي تر سره کولې . دا ښځه چي دوديرش کاله عمر لرې نږدي دري کاله کيږي چي په افغانستان کي دپاملرني دمؤسسې دمسؤليت دنده په غاړه لري ،دهغي علاق له مخي چي نوموړې بهرنۍ اغلي يې زموږ دجگړه ځپلي وسل په ځانگړې توگه له کونډو ښځو او بي سرپرسته ماشومانو سره لري تر يولس زرو زياتو دغو اړوکسانو سره ورځنۍ مرستي کولې . همدا دليل ؤ کله چي ددې دتښتولو خبر په مطبوعاتو کي خپور شو تر هر چا دمخه افغانه کونډه او افغان ماشوم زيات خفه شول، حتي ځينو ښځو کله چي به يې دهغي نوم ياداوه ژړل .
زموږ او ټولو نړيوالو لپاره دتعجب وړ خبر وه چي څنگه کيداي شي هغه څوک ازار شي او يا په سپکه ستر گه ورته وکتل شي کوم چي هدف يې يوازي او يوازي زموږ او ستاسو محتاج وطندار ته چوپړ او دهغوي لاس نيوۍ وو ؟
که چيري دا کسان چي نوموړې ښځه يې برمته کړې په رښتياسره افغانان وي زموږ غوښتنه له هغوي نه دا ده چي لمړۍ تاسوسوچ وکړی څنگه تاسو ددي کار دسرته رسيدو فکر وکړ؟ چي دمادي او ياسياسي موخو دسرته رسيدو په منظور يوه بيگناه انسان هغه هم ميلمنه ښځه برمته کړۍ ؟ ايا تاسو هيره کړې ده کله چي به غله دموټر دسپرليو څخه د پيسواو نور قيمتي شيانو داخيستلو په منظور دموټر لار نيولې که په موټر کي ښځه ناسته وه غلو ددغه موټر دسواريانو دشکولو نه صرف نظر کاوه . افغانانو پر خپل ټول نالوست توب سربيره په دوديزه توگه هميشه دښځي احترام کړۍ .ايا تاسو ته ماديات او يا بل کوم سياسي موخه دومره داهميت وړده چي پخپل داشان کړونو سره مو په نړۍ کي دټولو افغانانو نوم بد کړ؟ همدا اوس اروپايان او په اروپاکي دنړۍ دنور هيوادو خلک موږ ته دنفرت په سترگه گوري ،او تپوس کوي تاسو خو زيات غيرتي ولس ياست څه وشول چي يو ځل مو ټول افتخارات او ملي غرورهيراو ترپښو لاندي کړ ؟ او هغه کسان برمته کوۍ کوم چي ستاسو سره انساني مرستي کوې ؟ يا وايي تاسو خو مسلمانان ياست څنگه تاسو ځانته دا حق ورکوۍ چي يوه بيگناه ښځه برمته کړۍ ؟ ايا په اسلام کي داکار جوازلري ؟ او داسي نوري په لسهاو دشرم نه ډک سوالونه او پوښتني دهر افغان څخه کيږي .
رښتيا خو دا ده چي ستاسو داکار دافغانيت ،اسلاميت او بشرې عاطفي نه ليري کار دۍ ،هر چا چي تاسو دغه شرموونکي کار ته هڅولي ياست فکر وکړۍ او دا در په ياد کړۍ چي تاسو افغانان ياست . دافغان دنوم او نښان اوچت ساتل بايد هر افغان ته تر هرڅه مهم او له ارزښت نه ډک وې . په پښتو کي يو متل دۍ وايي : (( داسي کبر وکړه چي ځان خوار کړې نه داسي چي نور خوار کړي )) ،فکر وکړۍ تاسو داسي کار ته ملاتړلي چي ټول افغانان نر او ښځه په شرميږي . که ستاسو خور ،مور يا لور يو بل چا برمته کړې واي تاسو به څه کول ؟ دا ښځه مور لري تاسو به هم حتما مور لرۍ ولي يوه مور دخپلي هغي لور چي په زرهاوو کيلومتره ليري پراته هيواد ته راغلي زما اوستا دکونډي او بي سرپرسته ماشوم اوښکي پاکوي په غم او وير کښينوۍ ؟
موږ له هيواد نه ليري پراته افغانان ستاسو نه غوښتنه کوو چي ډير ژر دا بيگناه ښځه روغه رمټه خپلو دوستانو ته وسپارۍ او په خپل داشان کار افغانيت ثابت کړۍ ،پر موږ او تاسو فرض ده هغه څه وکړو کوم چي پايله يې دنړيوالو په منځ کښي دافغان وسل داعتبار لوړوالۍ وې .
ددولتي اړونده ارگانو څخه په کلکه غوښتنه کوو چي زموږ په هيواد کي دبهرنيانو ،هغوي چي زموږ سره مرستي کويې امنيت وساتي . دا خبره چي دکورنيو چارو دوزارت اړونده کسان کوې چي گواکي بهرنيان زموږ دهيواد دامنيتي اورگانو لارښوونو ته غوږ نږدي کاملا دقبول وړ ځکه نده چي هر بهرنۍ دهري دندي دسرته رسولو لپاره چي دمربوط دولت په اجازه راغلۍ وي له سفيره تر سرباز اوپياده پوري دنړيوالو منل شوو قوانينو داصل پر اساس مکلف دي دکوربه هيواد قوانينوته په درنه سترگه وگوري ، او داوسيدو په ټول وخت کي دهغوي پلي کيدو ته جدي پاملرنه وکړي . که چيري کوم بهرني ښاغلی يا اغلې زموږ دهيواد دامنيتي ارگانو مشوري نه منې او يا زموږ دهيواد قوانينوته داحترام په سترگه نه گورې او يا هغه په خپلو کړنو کي نه پلي کوي ښه دا ده چي پر خپل وخت دنوموړۍ کس دددولتي چارواکو نه دهغه دبيرته ستنيدو غوښتنه وشې . امنيتي ارگانونه بايد هير نکړي چي په هيواد کي لا تر اوسه جنگ جگړه روانه ده ، دا هره ورځ وژني ،اور اچوني ، تښتوني او بمان الوزونې دسولي علامه ده ؟ په افغانستان کي دسولي او دموکراسۍ مخالف ځواکونه چي په دولتي اداروکي لاتر اوسه پوره بر لاسي دي پخپل ټول ځواک او امکاناتو سره دهر ډول نااراميو لپاره کار کوې هغو نه غواړي چي دا وطن ارام شي .
متاسفانه زموږ امنيتي اړونده ارگانو دسياستوالو په څير چي غواړي خلک وغولوي هر څه په پخوانيو پنځويشت کلو پوري تړي ،له دينه ستر گي پټوي (( هر څه چي وه ښه وه او که بد هغه تير شوه )) له هغو نه يوازي بايد دعبرت درس واخيستل شي نه دا چي دځان دخلاصون دوسيلې په توگه وکارول وشي .
په زړه پوري خو دا وه چي دکلمينتينا کانتوني تر تښتولو دوې ورځي وروسته او تر ننه پوري دکورنيو چارو دوزارت وياند وايي : ميرمن کانتوني دکابل دښار په دننه کي په يو کور کي پټه ساتل کيږي ...او موږ دهغي دبرمته کونکې سره تليفوني تماس لرو انشا الله خلاصه به شي . متاسفانه تر دريو هفتو زيات وخت تير شو ولي کانتوني دبرمته کوونکو تر روحي شکنجي لاندي شپي او ورځي تيروي او دخلاصيدو خبر ته سترگي په لارده .
دکابل پدا کوچني ښارکي چي دافغانستان دپوليسو اوملي امنيت دډلگيو سره شپه او ورځ دناټو او امريکا وسله وال ځواکونه دامنيت په ساتلو مصروف دي او زموږ يي غوږونه راکاڼه کړه چي هره ورځ دامنيت دساتلو لپاره او امنيتي ارگانو دمډرني تربيي په منظور د په ميليونو ډالرو دمرستو خبرونه نشريږي ، ولي بيا هم يوه تښتول شوي ښځه نه پيدا کيږي او هغه دبرمته کوونکو له منگولو څخه نه خلاصيږي ، پدي صورت کي سوال پيدا کيږي چي دا په زرگونو ځواکونه دچا، چيرې او کوم امنيت ساتي ؟
موږ دکابل دښارامنيتي ارگانو او نړيوال وسله والو ځواکونه چي په کابل کي دامنيت دساتلو دنده پغاړه لري په کلکه غوښتنه کووچي ژر تر ژره دکلمينتينا کانتوني دخلاصيدو په لار کي عملي گامونه اوچت کړي،کانتوني بايد روغه رمټه خپلو خپلوانو ته وسپارل شي . دټولو افغانو هر چيري چي اوسيږي غوښتنه دا ده چي په راتلونکي کښي دداشان تښتونو او په رڼاورځ وژنو او ترور مخه ډير ژر ونيول شي .
بايد په ټولوامنيتي اداروکي تربيه شوې ، مسلکي او دتجروبو لرونکي او خواخوږي کسان وگمارل شي . تر څو په دغه اورگانو کي دجنگسالارو ،هيروئنو دتاجرو ،القاعدې او ټولو هغو چي په هيواد کي دسولي راتگ ددوي گټي له گواښ سره مخامخ کوي لاسونه لنډ او امکانات له منځه ولاړ شي .
دافغان ولس په ځانگړ ي شکل دکابل له ښاريانو ، ديني عالمانو، سياسي گوندونواو ډلوڅخه غوښتنه کوو چي داشان کارو ته په سپکه سترگه ونه کتل شي ، ترور او تښتونه دافغانستان او افغان ولس نړيوال اعتبار، د افغانانو عزت او پرستيژ ته سخت تاوان رسوي، په هر شکل چي کيږي دټولو امکاناتو څخه په گټه اخيستلو سره بايد دا بيچاره مسافره او بيگناه ښځه خلاصه شي . موږ او تاسو پو هيږو چي دولس امکانات تر هر دولتي ارگان زيات دئ وايي : دولس زور دخداي ج زور.
دا تښتونکي په هوا کي ژوند نه کوي هرو مرو يي خپلوان او نور دوستان په خبر دۍ موږ له هيواد نه ليري پراته افغانان دبرمته کونکو له دوستانو څخه هيله کوو چي دهغوي نه وغواړي تر څو زموږ او ستاسو ميلمنه په عزت بيرته خوشي کړي .
په راتلونکي هفته کي دجوزا په ۲۴ نيټه ټول افغانان دمور دمقام ددرناوي ورځ لمانځې دا مه هيروۍ چي دکانتوني مور ،دايټاليا ولسمشر ، دعيسوي مذهب مذهبي رهبرانو او ټولونړيوالواوپه ميليونوښځوخويندو او ميندودا غوښتنه کړې چي کانتوني خلاصه کړۍ .مو ږ خپله غښتنه دنړيوالو له غوښتني سره هم غاړي کوو او دبرمته وکونکوڅخه غواړوچي دمور دورځي په وياړ کانتوني خوشي کړۍ تر څو هغه پدغه مقدسه ورځ دخپلي مور په گرمه غيږ کي سر کښيږدې .
ددوستۍ فرهنگي ټولني ټول غړي او علاقمندان چي د نړۍ دڅو هيوادو نه نماينده گي کوي په افغانستان کي ددايمي سولي ،اجتماعي عدالت او ډيموکراسۍ دپلي کيدوسخت ملاتړی دي . هر هغه عمل ته دنفرت او کرکي په سترگه گوري کوم چي پايله يې دافغان کړيدلي او ژړيدلي ولس يو ځل بيا زورونه وي .

ددوستۍ فرهنگي ټولني مشرتابه جرگه
دراون هجري شمسي کال دجوزا دمياشتي ۱۷ نيټه
سويډن مالمو