د روشن د ټولنیزو مسولیتونو کمپاین

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30181

دخبریدو نیټه : 2009-10-28

میرویس جلالزی

روشن د ټولنیزو مسولیتونو کمپاین په لاره واچولو


دروشن جامعه دافغان ماشومانو، ښځو او ټولنوملاتړ کوي

د تلې پنځمه ، ۲۰۰۹(کابل، افغانستان) – روشن، دافغانستان مخکښۍ مخابراتي کمپنۍ نن دافغانستان بیا رغونې ته خپله ژمنتیا دروشن د جامعې څانګې په منځته راوړلو سره، چې دکمپنۍ ټولنیزو فعالیتونو ته ورکړل شوې نوم دې، په ډاګه کړه،  چې عمده تمرکز به یې په ماشومانو، ښځو او ټولنوباندې وي.. ددې کمپاین په اړه دخلکو دخبراوي لپاره به تلویزیوني او رادیویې اعلانونه هم خپاره شی ترڅو ددې کمپاین دموخې په اړه چې په افغانستان کې د ماشومانو ، ښځو او ټولنو د ژوند ښه کول دي، خلک خبر کړي.دروشن جامعه به په تیرو ۶ کالو کې د روشن په خورا ډیرو ټولنیزو فعالیتونو کې ډیروالې راولي.چې دغه فعالیتونه په هغه ټولنو کې چې روشن پکې فعالیت کوي، دخلکو د ژوند دښه کولو لپاره په لاره اچول کیږي.

دروشن مخابراتي کمپنۍ عمومی رئیس، ښاغلي کریم خوجه وایی" دافغانستان په بیا رغونه کې ارزښتناکه ونډه اخستل زمونږ دکمپنیو دموخو څخه ده. په ۲۰۰۳ کال کې دروشن مخابراتي کمپنۍ ددې لپاره منځته راغله چې خپلې سوداګریزې چارې په مسولانه توګه پر مخ بوځي او له هماغه وخت راهیسې  ټولنیز مسولیتونو ته پاملرنه زمونږ دموخو څخه ده”.

روشن جامعه د ټولنې په لاندنیو برخو کې خپلو فعالیتونو ته توجه کوي:

ماشومان – د ماشومانو چې دافغانستان راتلونکي جوړوي د ښوونځیو او لوبغالو جوړول.

د۲۰۰۸ کال په پیل کې دروشن جامعې د پوهنې وزارت سره په ګډه د حکیم ناصرخسرو ښوونځې بیارغونه وکړه چې په یو وخت کې ۷۰۰۰ کوچنیان پکې زده کړه کولای شي. دپوهنې وزارت سره په ګډه او دآغا خان دبنیاد په همکارۍ به ۲۰۰۹ کال په اوړي کې په بغلان کې د نجنو یو ښوونځې چې ۲۵۰ تنه پکې په یووخت کې زده کړې کولای شي، تاسیس کړ. ددې څخه پرته روشن تراوسه په ټول هیواد کې ۹ لوبغالي جوړ کړیدی چې دخلکو ترمینځ  دخپلمنځي، ټولنیزو او  پوهنیزو مهارتونو په لوړولو کې ارزښتناکه مرسته کوي.

ښځې – دروشن او سیسکو د نیټورکنګ د اکاډمیو له لارې ښځو ته د تکنالوژیکي زده کړې برابرول.

روشن ډیر داسې ټولنیزپروګرامونه چې دښځو لپاره په لاراچول شوي، حمایه کوي. د  بیلګې په توګه په تیرودریو کلونو کې یې دسیسکو سره په ټول هیواد کې ټکنالوژیکي اکاډمیو کې د ۶۰۰ ښځودتدریس لپاره دسپانسر شپ تړون لاسلیک کړ. دغه اکاډمۍ ښځو ته ټکنالوژیکې زده کړې د هغوې د مهارتونو د لوړولو او عملې زدکړو لپاره برابروی. روشن اوس دغه اکاډمۍ  د ښځو دچارو په وزارت، دکابل دښونې اوروزنې په پوهنتون، دبلخ او هرات په پوهنتونو کې پر مخ بیایې. په راروان یو کال کې به دروشن او سیسکو لخوا ۶ نورې اکاډمۍ هم پرانیستل شي.

ټولنې- دټولنو د روغتیا په موخه د څاه ګانو کیندل

دافغانستان په لیرو پرتو سیمو کی دصحي اوبو نه شتون اوس هم یوه ستونزه ده. روشن هڅه کوي ترڅو کوچنیان او لویان صحي اوبو ته لاسرې ولري تر څو دغیرصحي اوبو دڅښلو له امله راپیښودونکې ناروغۍ او مړینې کچه کمه کړي. په ۲۰۰۶ کال کې روشن دڅاه ګانو کیندلو پروژه پیل کړه او تراوسه پورې یې ۱۱ څاه ګانې کیندلې چې ۱۱٫۰۰۰ تنه ورڅخه ګټه اخلي.

دروشن د مؤسساتو چارو مشره ، آغلې شینور خوجه وایې « روشن په دې باور ده  چې دکمپنۍ پرمختیا دټولنې په پرمختیا پورې تړلې ده. روشن دفعالیت دپیل څخه هڅه کړې چې  سوداګرۍ له لارې دټولنې دپرمختیا سبب وګرځي ترڅوددې لارې دهیواد په بیارغونه کې مرسته وکړي».

روشن دافغانستان ترټولو لو پانګه اچونکې او مالیه ورکوونکې کمپنۍ ده چې تر اوسه پورې یې په هیواد کې د ۴۰۰ ملیونو ډالرو ډیره پانګونه کړې ده.
 تیر کال دروشن جامعې دمنځنې آسیا په نړیوالو جایزو کې د سوداګریز ټولنیز مسولیتونو جایزه ترلاسه کړله. روشن دافغانستان یواځنۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې دخپلو اغیزمنو اونوښتګرو پروګرامونو له امله یې مختلفې جایزې لاسته راوړي دي. په ۲۰۰۷ کال کې روشن او دآغا خان پرمختیایې شبکې د بشردوستۍ نړیواله جایزه تر لاسه کړه. دغه جایزه روشن ته دافغانستان په ټولنیز اقتصادي پرمختګ کې دبې سارې پانګه اچونې له امله ورکړل شوه.

دروشن په اړه:

روشن د افغانستان د ګرځنده ټیلیفونونو د خدمتونو د وړاندې کولوتر ټولو مخکښه کمپنۍ ده چې په ټول هیواد کې تر ۲۳۰  ډیر واړه او غټ ښارونه تر پوښښ لاندی لری ، اوتقریباً ۳٫۵ میلیونه فعال پیرودونکې لري. د روشن مخابراتی کمپنۍ تر  ۱۱۰۰ څخه ډیر وګړي په رسمی توګه په کار ګومارلې دي او تر ۲۵٫۰۰۰ څخه ډیرو کسانو ته  په غیر رسمی توګه کارونه برابر کړی دي. د روشن مخابراتی کمپنۍ له پیل څخه چې شپږ کاله کیږې په افغانستان کې له ۴۰۰  میلیونو امریکايي ډالرو څخه زیاته پانګونه کړیده او د هیواد تر ټولو لویه پانګه اچوونکې مالیه ورکوونکې کمپنۍ ده. دروشن مخابراتی کمپنۍ د ټولنیز مسؤلیت یوسره پیلی هر اړخیزه پروګرام په لاره اچولی دی او د افغانستان بیا رغونې او ټولنیز اقتصادی پرمختګ ته په جدی توګه ژمنه ده. د آغاخان د اقتصادې پرمختګ د صندوق اداره چې د آغاخان د شبکې یوه څانګه ده، دروشن د سترو پانګه اچوونکو څخه دې چې په پرمختلونکې نړۍ کې د باثباته اقتصادي نهادونو جوړولو ته او شخصي پانګې اچونې ته هڅونه کوي،همدارنګه دروشن یو څو پانګه اچونه  موناکو ټیلیکام نړیوالې اداره او ټیلی سونیرا کړې ده ، د روشن مخابراتې کمپنۍ نړیوال مهارتونه افغانستان ته راوړي او د افغانستان خلکو ته په نړیوالو معیارونو سره  لوړ کیفیت لرونکې شبکې او پوښښ راوړلو ته ژمنه ده.

دروشن دجامعې په اړه:

دروشن جامعه دروشن، دافغانستان مخکښې مخابراتي کمپنۍ د ټولنیزو فعالیتونو یوه برخه ده. دروشن جامعه هڅه کوي چې دکوچنیانو، ښځواو ټولنو لپاره پروګرامونو کې د پانګه اچونې له لیارې دافغانستان په بیا رغونه کې ونډه واخلي. د فعالیت دپیل څخه تردې دمه دروشن جامعې ډیر ټولنیز فعالیتونه په لاره اچولي لکه د ښونځیو جوړول، د لوبغالو جوړول، د څاه ګانو کیندل، د ښځو سره دژوندانه د آسانتیاوو په برابرولو کې مرسته، د آشیانې سره مرسته او د ټیلې میډیسن پروژې په لاره اچول. دافغانستان دبیا رغونې لپاره ژمنتیا د دروشن دسوداګریزو موخو یوه مهمه برخه ده. د آغا خان د پراختیایې شبکې د باور سره سم، دروشن مخابراتي کمپنۍ هم په دې باورده چې شرکتونه کولای شي د ټولنو په پرمختګ کې ارزښتناکه ونډه واخلي. د ماهرو او تجربه لرونکو همکارانو سره په ګډه روشن هڅه کوي چې په ټولنو کې ددولت فعالیتونه لا اغیزمن کړي او مثبت بدلون منځته راوړي.

د لا ډیرو معلوماتو لپاره له :

فرح کرجی   
د عامه اړیکو  مسؤلې سره

ګرځنده ټیلیفون: ۰۷۹۹۹۹۶۸۱۳
ایمل : farah.kurji@roshan.af

اړیکه ونیسيء.