د پوهاند رسول امین د مړینې خبرتیا
په ډېرې خواشينۍ سره مو خبر تر ﻻسه کړ، چې د هېواد نوموتی سياست پوه او ټولنيز شخصيت پروفيسر عبدالرسول امين له دې فاني نړۍ نه سترګې پټې کړې .
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد د ورپېښې ناروغۍ له امله ، د شنبې په ورځ د ١٣٨٨ لمريز کال د لړم په ٩ مه نېته ، سيمه ييز مهال 7:15 بجې په اسټراليا هېواد کې حق ته ځان سپارلی .
د بینوا ویب پاڼي اداره د ارواښاد مړینه افغانستان ته یوه لویه ضایعه بولي او د هغه کورنۍ ته د جمیل صبر غوښتنه کوي.
روح دې ښاد وي !