ښاغلي افغان ولسمشر ته له ډنمارک څخه د مبارکۍ پیغام

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30371
هیوادوست
دخبریدو نیټه : 2009-11-05

 

د ولسمشرۍ له ټاکنو څخه بریالی نوماند ښاغلی حامد کرزی!
اجازه راکړئ تر هر څه دمخه د افغان ولسمشرۍ لپاره ستاسو د پر ځای او اړین انتخاب  له امله تاسو ، ستاسو ملګرو ، همکارانو  او ټول ویاړلي افغان ملت ته د زړه له کومې مبارکۍ او پېرزوینې وړاندې کړو .

ښاغلی ولسمشر !
افغان ولس  د وروستیو ټاکنو  ټول بهیر په پوره دقت  تر څارنې لاندې درلود او په ټولو هغو ستونزو ډېر ښه پوهیږي چې د ملي واکمنۍ پلویان ورسره مخامخ و ، خو ملت  په بشپړه توګه  باور درلود چې حق به خپل ځای ونیسي . او دا دی  اوس همداسې وشول . له همدې امله موږ د خپلو مبارکیو د مراتبو د وړاندې کولو تر څنګ هیله لرو چې تاسو به د ملي مشارکت او د  ادارې په چارو کې د ټولو هېوادپالونکو ځواکونو او سړیو د ګډون او د هغو له غوره استعدادونو څخه د ګټې اخیستنئ له لارې   وکولای شئ، پر شته ستونزو برلاسئ ترلاسه کړئ.

موږ په بهر کې  زیات شمېر اوسېدونکي افغانان له تاسو سره د  خپل ملاتړ تر څنګ د هر ډول همکاریو ژمنه کوو .
له هېواددوستانه پېرزوینو سره

په ډنمارک کې یو شمېر اوسېدونکي افغانان