د هوډ مجلې نوې ګڼه له چاپه را ووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30406
پتیال
دخبریدو نیټه : 2009-11-08

 

په کندهار کي د لوى احمدشاه بابا د علمي او کلتوري مرکز لخوا د (هوډ) مجلې پرله پسې درويشتمه ګڼه په دې وروستيو ورځو کي د نادرشاه زغم په مديريت او احمدشاکر حبيبي په مرستيالۍ د (٣٢) عنوانو مضامينو په لرلو سره په (٨٧) مخونو کي په رنګه وقايه او ښه صحافت سره له چاپه را ووته.

دغه مجله چي له څو کلو راهيسي په کندهار کي د پورته ياد سوي علمي مرکز لخوا خپرېږي، چي اوسمهال په کندهار کي د پرمحتوا او علمي مجلو په لړ د سر په کتار کي راځي.
په دغه مجله کي بېلابېلي مذهبي، ادبي، علمي، تاريخي، ساينسي او سياسي ليکني راغلي دي، چي د لوستونکو تنده ور ماتولاى سي.

نوموړې مجله په کندهار او کوټه کي پر لاندي ادرسونو تر لاسه کېداى سي:

کندهار - افغان کتابپلورنځى، سردار مددخان چوک، کندهار ښار
کوټه – غورځنګ کتابپلورنځى، جناح روډ، رېګل پلازه