په کندهار کښی د افغانی تولیداتو لومړنی ننداره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30616
دربار
دخبریدو نیټه : 2009-11-17


افغان نوښت مشورتي دفتر لومړنۍ توليداتي او سوداګريزه ننداره د كندهار  په لرغوني تاريخي ښار كي د و طنوالو پرمخ پرانيزي . په همدې ميله كي به د كندهار او سهيلي زون اړوند صنعتي لاسي او زراعتي توليدات سره را غونډ او نندارې ته به يې وړاندي كړي، په دې  ننداره كښي به اړوند سوداګر يو دبل سره اشنا سي ، اړيكي به سره ټينګي كړي ، خپلو توليداتو او خدمتونو ته به بازار ومومي . په دې ترڅ كي به خپلی تجربې د نوروسره شريكي او ګټور معلومات به تر لاسه كړي . په نوموړي ننداره كي بيلابيل توكي لكه دكندهار تازه او وچي ميوې ، په لاس جوړسوي توكي اوهم د وړو او منځنيو كارخانوتوليدات و نندارې ته وړاندي كيږي .
 دا ميله د افغان نوښت مشورتي دفتر ، كندهار اطافق تجارت ، د كرهڼي او مالدارۍ رياست ، د صنعت كارانو  اتحاديې ، د لوى كندهار اجتماعي ښيګڼو بنسټ ، د كسبكارانو او د ځيرك ځوانانو د ټولني په ګډه همكاري جوړه شويده او ټولو وطنوالو ته ښه راغلاست وايي .

ستاسو گډون زموږوياړ دى .
د ننداری نیټه: د عقر د میاشتی ۲۸څخه بیا تر دیرشمی نیټی پوری د د راتلونکی اوونی جمعی شپی سره سمون خوری
ځای: د کندهار سټیډیم ختیځ طرف ته د جشن ساحه

اړیکو شمیره: ۰۷۰۰۳۳۰۲۴۷