د افغان رسالی خبرتیا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3072

دخبریدو نیټه : 2005-06-14

 
د افغانستان د ملي، علمي او مطبوعاتي شخصیت د کار او زیارد لمانځنې کنفرانس

افغان رساله د هېواد د علمي ، ادبي او فرهنګي شخصيتونو د لمانځنې او یادونې په لړ کې دا ځل د افغانستان د پيژندل سوي ملي ، علمي او مطبوعاتي څيړې ښاغلي پروفيسور ډاکټر سید خلیل الله هاشمیان د هڅو او خدمتونو د درنښت په وياړ ،یو دوه ورځنې کنفرانس د کاناډا په ټورنټو ښار کې جوړوي .
دغه کنفرانس د جولای د میاشتې پر ( ۱۶) شپاړلسمه او (۱۷) اولسمه، نيټه د دوو ورځو لپاره دایریږی.
د کنفرانس لومړی ورځ د ښاغلي هاشميان په هکله ویناوی، او دوهمه ورځ د ښاغلي هاشمیان څرګندونې د افغانستان د مهمو مسایلو په هکله او ورپسې د هجرت په نامه د افغانی فلم د نندارې افتتاح چې په لومړی ځل په شمالی امریکا کې ښودل کیږی.

نود هغو ټولو ښاغلو پوهانو، ليکوالو او شاعرانو او د مطبوعاتو څخه په درنښت هيله کوو چې خپلې مقالی، مضامین، شعرونه او ليکنې د جون د میاشتې تر دیرشمې( ۳۰ ) نيټې پورې د افغان رسالې ادارې ته راولیږی .

فکس : 4684 - 472 ( 905)
E-mail afghanpost@rogers.com

وخــــت : د شنبې ورځ د مازدیګر(۵) پنځه بجې نــيــټــه : د۲۰۰۵ د جولاې د مياشتې پر۱۶ نېټه ځــــــای : د پاول صالون
د شپرډ ايونيو او مارکم رود په څلور لارو کې

د ټورنټو ښار
د زیاتو معلوماتو لپاره د افغان رسالې د دفترسره په تماس کې سی
تیلفون 9081 - 472 ( 905)