دلوي اختردرارسېدو په مناسبت دمبارکۍ پيغامونه !

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 30802
خالدهادي
دخبریدو نیټه : 2009-11-25

د لوي اختر د رارسېدو په مناسبت د مبارکۍ پيغام !
په برتانيا کې داوسېونکو افغانانو ټولنه وياړ لري چې د لوي نېکمرغه اخترد رارسېدو له کبله د هېواد په دننه ، بهر او په ځانګړي توګه برتانيا کې مېشتو هېوادوالو او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته تودي مبارکۍ او نيکې هېلي وړاندي کړي .

د افغانانو د ټولني اجراييه شورا په خواشېنۍ د ټولو هغو مصيبتونو ننداره کوي چې افغانانو ته له بهر او د کور د ننه راپېښ شوي دي  . لکه چې افغانانو تل توان موندلی اود ستونزو څخه په جګه ملا وتلي ، د لوي خداي په فضل  او د اختر د بزرګو شپو او ورځو په برکت به د پېښ ناورين څخه خلاصېږي .
په دي هېله اجراييه شورا تصمېم نيولی چې د تېر په څېر د لوي اختر د لمانځه د اداکولو په موخه په برتانيا کې اوسېدونکو افغانانو ته بلنه ورکړي چې د اختر په لمړۍ ورځ د سهار په ۱۰بجو د ټولني انګړويسټ اکټون ته تشريف راوړي او د وطنوالو په دغه خوښۍ کې ګډون وکړي .

په درناوي
سېد جان    کاروانې
د ټولني    ريس

ادرس :
Churchill Gardens
West Acton
W3 0JN


قدرمن ورور جناب خالد هادي صاحب 
السلام عليكم و رحمة الله و بركاته
د لوي بختور اختر د رارسيدو له امله تاسې درانه ورور حضور ته د زړه له كومې مباركي او نيكې هيلې وړاندې كوم.
څومره اخترونه راغلل او لاړل ، څومره بهارونه راغلل او لاړل  ، د ونو او نباتاتو څومره پاڼې شنې شوې ،زيړې شوې او بيا شنې شوې ،څومره ګلونه وغوړيدل ، مړاوي شول او بيا تازه شول . خو مونږ افغانان  د اخترونو او بهارونو په واقعي خوند او لذت پوه نه شوو ، زمونږ د ژوند د بهار د ونو شنې پاڼې زيړې شوې او همداسې ورژيدې ، دا پاڼې بيا شنې نه شوې .زمونږ د ژوند د بوستان ګلونه مړاوي شول او بيا تازه نه شول. زمونږ د خلكو د ژوند بهارخزان شو ، دا خزان  بير ته بهار نه شو.   
 دعا كوو چې  خداى پاك دی زمونږ په پريشانو او درديدلو خلكو باندې  د هوسائۍ او آرامۍ اخترونه راولي چې  نور  له هر ډول  بدبختيو او ستومانيو څخه خلاصون ومومي او د اخترونو له واقعي خوشحاليو څخه خوند او لذت واخلي. 
خداى دې  زمونږ په  خلكو دغه سپيره خزان په ښكلي او ښيرازه بهار بدل كړي. خداى دې  زمونږ افغانانو د ژوندون په بوستان كښې د خوشحاليو ، د مينې محبت او ورورۍ رنګارنك ګلونه وغوړوي .آمين 
ستاسې د خوشحالۍ ، نيمكمرغۍ او سلامتۍ په هيله.

په درنښت
ستاسې مخلص ورور
الحاج فضل الله رشتين


 سلا مونه اونیکی هیلی مو دپښتوپه ژبه ومنی تاسی (هادی صاحب)اودبینوا پشتوویبپا ڼی ټول کارکونکی که په هرځای اوګوښه کی وی
وروسته ؛بیا تاسواوټولوکارمندانوته دزړه لکومی احتراما نه نیکی هیلی اوسلامونه وړاندی کوم : دلوی اختردرارسیدومبارکی بیا هم زما له خوا که قبول کړی ډیره
مهربا نی به مووی پاک خدای(ج)دی وکړی چی دټولوافغا نانولپا ره دلوی اخترمبا رکه ورځ دنیک مرغی اونیک بختی ورځ وګرځی :

وسلام جمعه خان(خپلواک)له هلمنده څخه :


زه خپل سلامونه نیکی هیلی او دلوئ اختر مبارکی د بینوا ویب پاڼی ته وړاندی کوم او زما لومړنئ هیله د بینوا څخه داده چه که چیری دا ویډیو حقوق خلقو ته ورکړی ددی لپاره چی لیدونکی وکولئ شی چه وه یئ ګوری او زه په خاصه توګه خالد هادی حیدری ستایم ددی لوړ خدمت لپاره چه پښتنو او پښتو ته کړئ .    ډیره مننه   
محمد کبیر غالب


 نيكمرغه لوي اختردرارسېدوله امله دهېوادپه دننه اوبهركې دسپوږمۍ درنولوستونكو،ټولو مسلمانانو، ځوريدلو اوكړېدلوافغانانوته مباركي وايو. کله چې داسلام سپېڅلى دين دنړۍ ترګوټ،ګوټ ورسېد،داسلام اوبشريت سترناجي حضرت محمد (ص) په رسالت ټول مسلمانان تريوه بيرغ لاندې ټول شول دنوروباطلوکارونودمخنيوي په څنګ کې دمجوسيانوجشنونه اواخترونه هم باطل وګڼل شول اودهغوټولو ورځولمانځنه منع اعلان شوه چې داسلام له دين سره يې سمون نه درلود. ددغوجشنونوپه بدل کې پاک رب موږته دوياړډک دوه اخترونه راپه برخه کړل چې يويې دروژې دمبارکې مياشتې په پاى کې کوچينى اختردى چې دروژې داخترپه نامه سره يادېږي اوبل يې لوي اختردى چې دقربانۍ اختريې هم بولي . ګرانوهيوادوالو! موږپه جګړو وهلي هېواد كې دډېرواقتصادي ستونزو،روحي نااراميو او ناوړو جنګي شرايطو په شته والي كې دژوندشپيې ورځې سباكوو او دلوي خداى (ج) عبادتونه په پاك نيت، اخلاص اوپه ښه ډول سره وكړي او كوويې، اوله لوى خداى (ج) نه دعاكووچې ددغې سپېڅلې عبادت په وياړپه هېوادكې نوردغمونو روانه لړۍ را لنډه شي. هيله من يوچې زموږ دولت چې نوې يې ملت دوفادارۍ لوړه كړې او له دولت سره مرورهېوادوال هم داخترمباركې ورځې له خپلو درنوكورنيوسره په خوښيواوسوله منه فضا كې ونمانځي.اوپه دغو مباركو ورځو كې دجنګ او جګړو او وينو له تويولو څخه ډډه وكړل شي اوبيا دغې سوله ايزې لړۍ ته يوه دايمي بڼه وركړل شي . موږ له هغو شتمنو هېوادوالوڅخه هيله لروچې په دې مباركوورځوكې دهغوماشومانوپه سر دمهربانۍ لاسونه تير كړي چې دجګړوپه اوركې يې خپل پلرونه اومشران له لاسه وركړي اود يتيمۍ څپيړووهلي دي، هغوى ته مينه و ركړي اوله خپلواولادونونه پاته،دخوښيوپه نكروزو يې لاسونه ورسره كړي . په پاى كې داختردمباركۍ په يادولوسره ټولو هيوادوالوته له لوى څښتن (ج)څخه نيكمرغه شپې ورځې غواړو او هيله من يوچې د اختر دغه خوشحالي زموږ هميشنۍ خوشحالي شي او په بركت يې په هېواد كې يوه هميشنۍسوله، سوله ييز ژوند اورښيتنى ملي يووالى رامنځته شي! په درنښت
 الحاج عبدالجبارنعيمي
 دسپوږمۍ رسنيز اوكلتوري مركز مشر


دنېکمرغه لوي اختردراسيدوله امله ټولوهېوادوالو،لروبروپښتنوخويندو ورونو اودنړۍ مسلمانونونه مبارکي وايو ، اوپه دې هيله يوچې داخترنېکرغه شپې او ورځې دخوښۍ په فضاکې تېرې كړي ،نوله همدې امله هيله لرو او پکارده چې ټول هېوادوال ددغو مبارکو ورځو ښه لمانځنه وکړي اوپه دې ورځوکې ښه اومثبت کارونه وکړي ترڅو دالله تعالي رضايت اودټولنې خوښي خوشحالي ترلاسه کړي. په پاى كې د اختر د مباركۍ په يادولوسره ټولو هيوادوالوته له لوى څښتن (ج)څخه نيكمرغه شپې ورځې غواړو او هيله من يوچې د اختر دغه خوشحالي زموږ هميشنۍ خوشحالي شي او په بركت يې په هېواد كې يوه هميشنۍسوله، سوله ييز ژوند اورښيتنى ملي يووالى رامنځته شي! په تل پاتې پښتنۍ مينه

 دميدان ځوانانودټولنيزې،ادبي اوکلتوري ټولنې مشرتابه


علامه سید جمال الدین افغان علمي او فرهنګي ټولنه
د روسیی فدراسیون د قاذان په ښار کي دافغانی  محصلینو له خوا څخه!!
درنو هیوادلو زوریدلو او کړیدلو خویندو،میندو!
السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
د نیکو هیلو او درناوی په وړاندي کولو سره تاسو ټولو ښاغلو او اغلو ته د لوی اختر مبارکي وایو. اختر مو مبارک شه!!!
او دبښونکی خدای دربار ته لاس په دعا یو چه دغه اختر مو نور په خواږه وطن کی د امن ، سوکالی،ورورولی ، مینی  او دوستی له نعمتونو څخه ډکو  اخترونو پیلامه وي.
محمد فاروق 


د لوي اختر په وياړ د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د مبارکي پيغام

ګرانو مسلمانو خويندو او وروڼو!
تر هر څه مخکي د لوي اختر د رسيدو په وياړ خپل او د خواخوږی ادبي او کلتوري ټولني د ټول غړو لخوا د افغانستان مسلمان او ځوريدلو خلګو او د نړي و ټولو مسلمانانو ته مبارکي او ښه هيلي وړاندي کوم، خوشحاله او نيکمرغه اختر و ټولو ته غواړم.
لوي اختر د بشريت لپاره د خداي (ج) د پيغمبر حضرت ابراهيم خليل الله (ع) د آزمويني او د حضرت اسماعيل (ع) د اطاعت او ځان تيريدولو لوي درس دي چې بايد د هر مسلمان د وياړني وړ او پري عمل وکړي.

درنو هېوادوالو!
 زموږ ګران او وياړلي هېواد افغانستان د دريو لسيزو ناورين او ناخوالو څخه وروسته بيا د يوي لويي آزمويني سره مخامخ دي چې هغه د سولي او پخلايني پروسه ده.
افغانان چې د جهاد د ډګر زمريان وه اوس بايد د يو بل د منلو او د مذاکراتو په ترسره کولو سره هېواد ته پاته د نيکونو د لوي ميراث دوديز"لويی جرګی" له طريقه د سولي په ټينګښت کې هر اړخيزه ګامونه اوچت کړي او د ورور وژني بهير ته د پاي ټکي کيښږدي.
د ملي يووالي د دولت په جوړلو کې د يو بل سره پريکړه وکړي تر څو چې په هېواد کې د ميشت بهرنيو هېوادو د پوځيانو د شتون څخه خلاص او د بيا رغوني او آبادي په لور روان سي.
د وخت څخه په ګټه اخستلو سره يو وار بيا ټولو مسلمانانو او په خاصه توګه افغان ربړيدلي ولس ته نيکمرغه او خوشحاله اختر غواړم.

هره ورځ مو اختر – اختر مو بختور
الحاج غرزی خواخوږی
د ټولني مشر


مياهدايت الله محمدي لخوا افغانانو ته د اختر د مبارکۍ پيغام
پېښور: افغان ليکوال مياهدايت الله محمدي د نړۍ ټولو مسلمانانو او په ځانگړي توگه افغان ولس ته د نيکمرغه لوى اختر مبارک وايي او څرگنده وي چې د الله څخه غوښتنه کوي چې په هيواد کې د سولې او امنيت ټغر خپور کاندي او الله دې د افغانانو قرباني قبولې کړي.


نيکمرغه لوی اختر مو مبارک شه !

      د نيکمرغه لوی اختر د رارسيدو په درشل کی خپلی مبارکۍ تاسی ته دمينی او ښو پيرزوينو سره يوځای دګلانو په ګيډۍ بدرګه کوم . دپاکه خدايه غواړم چی دغه وياړلې ورځ په هيوادکی د سولې او ورورګلوۍ دبيا ټنګښت پيل ، اوښکو او وينو ته دپای ټکۍ وی .
په مينه .
پوهنمل حاجی محمد نوزادی


دبینوا ویب پانی ټولو ښاغلیو او اغلیو کارکونکو، د افغانستان مجاهد او په دین مینو خلکو د نړۍ په ګوټ ګوټ کی مسلمانو وروڼو او خویندو ته د لوی اختر د رارسیدو له امله د زړه له کومی مبارکی او نیکی پیرزوینی وړاندی کوو الله ج دی وکړی یو د خوږی او سرور نه ډک اختر او د مسلمانانو د یوالی او ورور والی باعث وګرځی.
او ددی نیک مرغه اخترپه برکت دی زمونږگران هیواد کی د جنگونو ټغرټول شی.
عارف بختیار او شمس الرحمن تنیوال کندهار نه