۲۷ـ۱۱ـ۲۰۰۹ دجرمني په بایرن ایالت کې دافغانانو دکولتوري ټولنې غبرکې مباره کۍ
لمـــــــــــــړۍ مبـــــــــــــاره کي :
په ټوله نړۍ خورو ورو او په ګران هېوادکې دننه قدرمنو خویندو او وروڼو ته دبایرن مېشتو پردېسو افغا نانو دکولتوري ټولنې غړي د لوی اختر د رارسېدوله کبله دزړه له تله مباره کي وايي، له پاک سبحان څخه داهیـله کوي چې زموږ ځورېدلي ولس او هیواد ته دا دکلونو کلونومروره ســــوله راپخلا او خپلواکي مو په برخه کړي .
دوهمـــــــــــــه مبـــــــــاره کي :
دسترافغان په نوم اوټغرمیینو هیوادوالـــــــــــــو!
تاسوته دبایرن مېشتوافغانانودکولتوري ټولنې غړي په ډېره مینه زموږدګران افغانستان دکرکټ ملي لوبډلې داتلولیواوپه پرله پسې بریاوو پسې دنویو بریاووپه کوموکې یې چې چین، سینګاپور ،هانګکانګ اوسعودي عربستان ته په زړه پورې ماتې ورکړې مباره کي وايي ، دلته باید زیاته کړو چې بده به نه وي که زموږ دامتزلزل
او په ځان مین سیاستوال زموږ له اتلو کرکټچیانو څخه لږ څه غیرت په پور واخلي .
هیـــــــــــــــــــله :
زموږ کولتوري ټولنه له افغان دولت او ملي سوداګرو څخه جدي هیله کوي چې زموږ اتله دکرکټ ملي لوبډله له مالي او معنوي اړخه ښه پوره ونازوي ترڅو په نړۍ کې یو ځل بیا قدر پیدا کړو.
دجرمني په بایرن ایالت کې مودافغانانو کولتوري ټولنه د لاندې غزل
په ډالۍ کولوسره په پاک رب سپاري
هسک او اباد اوسئ
داختر خبرې
ساندې کور په کور دي داختر خبرې مه کوﺉ
روی دخدای وګورﺉ په خپل سر خبرې مه کوﺉ
هره خوا ماتم دی هره ورځ دجنازو لړۍ
لاخو تورې شپې دي دسحر خبرې مه کوﺉ
دلته چنارونه او ګورګورې شول غلبېل غلبېل
زړه مې پرې خوږیږي دنښتر خبرې مه کوﺉ
سره اوشنه منګي کودي کودي په هدیرو پراته
پېغلو پښتنو ته دګودر خبرې مه کوﺉ
ناست دي دمېرمنو ترڅنک یو شمېر موزیان مړې سترګې
دغو نرښځو ته دسنګر خبرې مه کوﺉ
هغه پتنګان چې لمبو سوي الوتی نه شي
دومره ورته ډېرې دمجمر خبرې مه کوﺉ
زموږ دهسکو څوکو بازان بند په قفسچو کې دي
بند په بند تړلي د وزر خبرې مه کوﺉ
غلي شئ اوس وا نه وري ښېرا به یې له خولې ووزي
لوېشت په لوېشت قبروکې دمحشرخبرې مه کوﺉ
یوغشی له دوو میینو وتی زنکندن یې دی
څو شېبې یې پرېږدﺉ دپرهر خبرې مه کوﺉ
را شئ دملالې په خوږه ټپه ازاد کړﺉ ملک
غوږ کې دایوب او داکبر خبرې مه کوﺉ
بیا مې دتاریخ اتل دا ستر پښتون میدان ګټي
روس د پېرنګي او سکندر خبرې مه کوﺉ
دغه جلادان چې نن د دوست په نوم راغلي دي
دوی ته په ښکاره دلر اوبر خبرې مه کوﺉ
زموږه له انګړه کاروان سرای همدوی جوړ کړی دی
موږ ته به ددوی دخیر او شر خبرې نه کوﺉ
دا ځل د لستوڼي دمارانو په مدت راغلل
مخ به یې ورتور کړو دلښکر خبرې مه کوﺉ
زه هغه پښتون یم تا ته یادې افسانې زما
دلته د فرعون زورور خبرې مه کوﺉ
هله به یې څښو چې هم هېواد او هم مو واک خپل کړو
اوس راته ملګرو دساغر خبرې مه کوﺉ
دې بې مینې وخت کې مې له مینې زړه تور شوی دی
بس دی ددلدار او ددلبر خبرې مه کوﺉ
اخ زما معصومه مینه چا له تېغه تېره کړه ؟
ما بسمل مرغي ته دخنجر خبرې مه کوﺉ
ما بسمل مرغي ته دخنجر خبرې مه کوﺉ