کوچنی ماشوم او لوړ احساس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31526

دخبریدو نیټه : 2009-12-26

                                          

قدرمنو لوستونکو!


بهرمېشتي افغان ماشومان هم لکه دلویانوپه څېر دخبري رسنیو په مټ او یادخپلو کورنیو دمشرانوله لارې دا  مالومات ترلاسه کوي  چې پر هیواد او ولس یې څه  تېریږي .


د هغو کورنیو مشران  چې له  خپل هیواد او ولس سره  کلکه مینه لري ماشومان  یې هم  ورته  احساس  د لارې مل ګرزوي  .


دا ډول  ماشومان که په هرڅومره ښو شرایطو کې هم ژوند کوي خو بیا هم  مایوسه  ښکاري  دا ځکه  چې پر هیواد کې یې بد حال  دی د دوی  روح له  خپل  پلرني هیواد  سره غوټه ده  دمثال په ډول  تاسو ته  ویلای شو چې  تېر کال په جرمني کې  دعیسوي نوي کال  دلمانځلوله خوښي څخه  یو افغان  ماشوم  خپل ځان بې برخې کړ  او کومې  پیسې یې چې دکال په اوږدو کې  د نوو جامواو  اورلوبود رانیولو  لپاره ټولې کړې وې هغه یې ټولې  دقمبر په څلورلاره کې هغې  بېوزلې  کورنۍ ته  راولېږلې  له کومې څخه  چې په  پورکې   پوروړو ماشومه  لور بیوه .

د بینوا ویب پاڼي بنسټ ایښودونکي خالد هادي حیدري صایب هم په دغه برخه کې نه ستړي کیدونکي هلي ځلي وکړي او په خپله هغې سیمې ته ورغی چې دغې نجلۍ پکې ژوند کاوه.

 خو د همدې بهر میشتي  زړه سواند افغان  ماشوم  په مرسته او د هادي صایب په همکارۍ او تلاش   هغه ماشومه نجلۍ  د پوروړو له  منګولوڅخه  وژغورل  شوه  همدې بهرمېشتي افغان ماشوم  داځل هم دنوي عیسوي کال داورلوبوله مېلو څخه  دا بهتره وګڼله چې خپلې ټولې کړې  پیسې بیا هم دقمبر په څلور لاره کې بېوزلو هلمندوالو خویندو او  وروڼو ته  راولېږي  .


موږ  باور لرو چې  دا ډول مرستې به  نه تنها دپاک سبحان په دربار کې لوړ ځای ونیسي  بلکې د افغان  په  هسک  تاریخ کې به وکښل شي زموږ رنګین تاریخ به  دپردیو له خوا په موږ  دا تپل شوې جګړه محکومه او دبااحساسو افغانانو مینه او زړه سوی به  په زرینو کرښو کې راوړي .