د سدني میشتو افغانانو د خواشینۍ پیغام:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 31727
هادی
دخبریدو نیټه : 2010-01-03

 

کل نفس ذایقه الموت
په ډیره خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې د افغانستان د لویې هستۍ ،مشهور علمي،سیاسي او ټولنیز شخصیت ډاکتر صاحب اشرف غني احمدزي له  سره د مور سیوری ولوید. انالله و انا الیه راجعون.
 موږ په داسې حال کې چې د ډاکتر صاحب د کورنۍ په دې لوی غم کې ځانونه سم شریک ګڼو،د لوی خدای ج دربار ته د دعا لپه نیسو چې هغې بي بي ته فردوس جنت او پاتې کورنۍ ته دې یې د دې  ستر غم د زغملو توان او اجر ورکړي. آمین یا رب العالمین.
په درناوي

 شاه ولي خان منګل ، عزیز منګل او انور خان منګل