مړوند مجلې درېيمه ګڼه له چاپه راووته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 3180

دخبریدو نیټه : 2005-07-01

مړوند مجله

 په کندهار کې د مړوند کلتوري مرکز دوه مياشتنۍ سياسي، ټولنيزه او کلتوري خپرونه ده، ژبه يې کره او سپينې خبرې کوي چې موخه يې د هېواد، کلتور او ملي ګټو ساتل دي، تر دې مخکې يې دوې ګڼې چاپ شوې چې اوس يې درېيمه ګڼه څه وخت مخكې له چاپه راوتلې ده مينه والو ته پکښې لاندې مضامين او مطالب را غونډ شوي دي:

 

1.              اوږدمهاله ګډه ستراتيژي او پښتونستان

2.              د افغانستان د بيا ودانولو په وړاندې پراته خنډونه

3.              د اسامه د نيولو نوې هڅې

4.              يو بام دوې هواوې (له متوکل سره مرکه)

5.              کلتوري تشه هاليوډي څپې

6.              نوم يې خوږ دی

7.              د برطانيې په جاسوسي ادارو کې ستر بدلونونه

8.              د مخدره موادو مخنيوی که نسل وژنه

9.              په کندهار کې د اداري اصلاحاتو اساسي اړتيا

10.          د کام اير په مړو اوس هم مرغان ګېډې ډکوي

11.          د مطبوعاتو ګپ شپ

12.          ولې ځکه چې؟!

13.          د مشاورينو جوال که وزېردانۍ

همدارنګه ګڼ شمېر شعرونه او نور په زړه پورې مطالب پكښې لوستلاى شئ!

مړوند په افغانستان او ټوله نړي كښي گډون كوونكي مني .

مړوند ته په لاندې پتو خپلې ليكنې او مطالب را لېږلاى شئ!

پوستي شمېرې: كندهار (۹) – كابل (۱۵۳۸).

تليفون شمېرې: ۰۷۰۳۰۲۰۴۴- ۰۷۹۴۴۷۳۷۳

برېښناليك: marwand_journal@yahoo.com

دفتر ادرس: هرات دروازه الجديد موبايل شاته، ملك عبدالواحد نيازي اپارتمانونه، كندهار.